نړیوال خبرونه

ترکيه: افغانستان کې دایمي او عادلانه سوله غواړو

ترکيه: افغانستان کې دایمي او عادلانه سوله غواړو. دترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چې انقره په افغانستان کې د روانو جګړو او وينې توېدو نژر تر ژره مخنیوی غواړي او هڅه کوي، چې د مذاکراتو له لارې تلپاتې او عادلانه سوله افغانستان کې راشي.

د دغه هېواد کې بهرنيو چارو وزارت کې د سويلي اسيا د څانګې مسؤول رضا هاکان تکين اناضول خبري اژانس سره د خبرو پر وخت ويلي، د مسکو په کوربه‌توب د افغانستان سولې اړوند ناسته د امريکا او طالبانو د هوکړې پر بنیاد جوړه شوې وه.هغه د مسکو په ناسته کې له ګډون وروسته رسنيو ته وويل، د دوحې تړون د مذاکراتو بنسټ دی، دا هوکړه د سولې پر لور لومړنی ګام و او افغان جهتونه بايد په دې اړه نور مښکې کار وکړي.

b c 307c4a97293b02de871de5db42714899

دغه ډيپلوماټ له ټولو ښکېلو اړخونو هيله کړې، چې نوې جګړې او بريدونه پيل نه کړي.تر دې مښکې د مسکو په ناسته کې هم چين، پاکستان او روسيې غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو په شمول ټولې ښکېلې خواوې بايد نوي عمليات پيل نه کړي، خو تر اوسه هم په افغانستان کې جګړې روانې دي، حکومتي عسکر هوايي او ځمکنۍ جګړې کوي او د خلکو پر کورونو چاپې وهي.

ښاغلي رضا هاکان تکين د خپل هېواد په استازولۍ د افغانستان سولې په اړه د نړيوالو کوششونو ستاينه کړې او هيله يې ښکاره کړې، چې په لنډ وخت به کې يوې ښې پايلې ته ورسيږي او په افغانستان کې به د جګړې ټغر ټول شي.ځکه افغانان نور د جګړې نه تنګ دي او باید نور د هغوی ارمان پوره شي.

هغه ويلي د مسکو ناسته مذاکرات نه بلل کيږي، بلکې د نظرونو د تبادلې يو فرصت و او له همدې امله موږ په کې ګډون وکړ، تر څو د سولې په اړه له نوو پرمختګونو خبر شو او د نظرونو تبادله وکړو.هغه ویلي اوس وخت د دې رارسېدلی چې عمل وشي اوافغانستان د شته ناخوالو اوځي تر څو افعانان په ارامه فضاء کې ژوند وکړي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button