Uncategorized

شاپور ځدراڼ: زما لپاره نن د خوشالی ورځ ده

شاپور ځدراڼ: زما لپاره نن د خوشالی ورځ ده د افغانستان کرکټ ملي ټیم چټک توپ اچونکي ښاغلی شاپور ځدراڼ د حافظانو د فارغېدو په غونډه دستار بندي کې ګډون کړی او دا يې د ځان لپاره د زړه د سکون ورځ بللې ده.

ښاغلی شاپور ځدراڼ چې له څه مودې راهيسې له ملي لوبډلې څخه ليرې دى، کله نا کله په سوشل میډیا کې پوسټونه کوي، چې تازه يې د دستاربندي عکسونه نشر کړي دي، چې د يو شمېر تازه حافظان شويو هلکانو سره ليدل کېږي.نوموړی د دې نه وړاندې دا ډول د خیر او اسلامي کارونو کې برخه اخلي او هر وخت هڅه کوي د اسلام دین ته ېې خیر ورسیږي.

.jpg

هغه له دې عکسونو سره په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې ليکلي ديدستاربندي زما لپاره نن د خوشحالي او د زړه د سکون ورځ وه چې په يو داسې پرتمينه غونډه کې مې برخه واخيسته، چېرته چې د الله نورو وريده او ګلالي ماشومان د قرآن عظيم الشان حافظان شول.نوموړی په دی عکسونو کې د ماشومانو په سر لاس راښکلی او ښکل کړې ېې هم دي.

ښاغلی شاپور ځدراڼ چې په ٢٠٢٠ کال کې يې د ايرلېنډ پر وړاندې لوبه هم ترسره کړې وه، د کرکټ بورډ له عمومي رييس سره تر اختلافاتو وروسته د هغه قرارداد کرکټ بورډ لغوه کړى دى.خو نوموړس اوس هم د خلکو په زړونو کې ځای لري. او هر وخت چې په لارو کوڅو کې پیدل تګ کوي خلک ورسره دمینې اظهار کوي.

د یادولو وړ ده چې شاپور ځدراڼ غوښتل چې ميليون جام ليګ په خوست کې په ستره کچه ترسره کړي، خو کرکټ بورډ يې مخه ونيوله، چې نوموړي يې په اړه ډېر پوسټونه هم کړي و، خو ياد ليګ بيا هم ترسره نه شو.دا هم باید یاده کړو چې نوموړی د یو ښه لوبغاړي تر څنګ ښه انسان هم دی

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button