Uncategorized

خلیلزاد د ناټو سرمنشي سره په افغان سولې خبرې کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازيزلمي خلیلزاد د د ناټو سرمنشي سره پر سوله خبرې وکړې

ينس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې له زلمي خليل‌زاد سره پر یا دې موضوع بحث وکړ.

د ناټو سرمنشی ښاغلي سټولټنبرګ تېر ماښام په ټويټر کې ليکلي چې ناټو د افغانستان او د سولې د شرايطو د برابرولو ملاتړ ته ژمنه ده.ه

SCR @NicholasK111 is at NATO headquarters today together with @US4AfghanPeace and COM RS.#NATO Allies repeated their continuing support for US peace efforts and the @ResoluteSupport mission in #Afghanistan.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې چې وايي په دې کتنه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره يوځاى حاضر و، په يوه وېډيويي پيغام کې وويل: “سفير خليل‌زاد د ناټو متحدانو ته له طالبانو سره پر يوه موافقه د سلا کېدو د هڅو په اړه معلومات ورکړل، د ناټو متحدانو يو وار بيا د ده له دغو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړ، دوى دغه‌راز په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د روان مأموريت ملاتړ هم څرګند کړ.”

د ناټو په مقر کې د افغانستان د سولې پر هڅو په داسې حال کې بحث کېږي چې زلمي خليل‌زاد تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې مذاکرې وکړې.

دا چې په دغو مذاکرو کې پر کومو ټکو موافقه شوې ده، معلومات نه‌دي خپاره شوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button