کندوز: د ولسوالیو ترمنځ د سولې کرکټ سيالۍ پيل شوې
کندوز: د ولسوالیو ترمنځ د سولې کرکټ سيالۍ پيل شوې.کندوز ولايت کې د مرکز کندوز په ګډون د ٨ ولسواليو ترمنځ د کرکټ ټورنمنټ پيل شوې چې د سولې سرليک ورکړل شوى دى او هدف يې په کندوز ولايت کې د کرکټ ته وده ورکول دي.
د ملي ټیم لوبغاړى ميروېس اشرف چې په خپله هم د کندوز ولايت اوسېدونکى دى، په خپلو خبرو کې وايي، چې د سولې تر سرليک لاندې دا ټورنمنټ ترسره کېدل يو نېک ګام دى، د سولې لپاره دغسې کوششونه ګټورې دي او د دې سياليو څخه به د ولايتي ټیم لپاره ښه ټيم هم جوړ شي.د دې نه ږړاندې کندوز کې دا ډول سیالی نه وې تر سره شوې او دا اول ځل دی چې تر سره کیږي.
د نويد مومند په نوم يو پلیر چې د کندوز مرکز په ټيم کې لوبېږي، هم د دې سياليو په اړه غږېدلى دى او وايي چې د دې سياليو هدف ځوانانو ته د کرکټ روزنه ورکول دي او د ناوړه کارونو څخه يې مخنيوى دى، چې دلته به ډېر ښه استعدادونه هم پېدا شي.او کندوز به راروانو لپاره تیاری هم وشي.
هېره دې نه وي چې کندوز ولايت يو له هغه ولايتونو څخه دى، چې ډېرو نا امنيو ځپلى دى او په دې نږدې کلونو کې دوه ځل له سقوط سره هم مخ شوى دى.نو د کرکټ پوهانو او شنونکو پر وینا دا ډول ټورنمنټونه په نا امنه ولایاتو کې تر سره کېدل به دغه ولایاتو ته ډېره ګټه وکړي.
باید یاده کړو چې ميروېس اشرف چې په خپله د کندوز ولايت اوسېدونکى دى، د ملي لوبډلې يو له ښو لوبغاړو څخه و او په کورنيو سياليو کې هم نوموړى ډېر ځلېدلى دى.میرویس اشرف رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې کندوز ښه استعدادونه لري باید ملي کرکټ بورډ ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.