زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی
زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی.دافغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.نوموړی د غه سفر په ترڅ کې ولسمشر غني او د مصالحې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله سره لیدل کتل شوي.
ټاکل شوې وه، چې نوموړی ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا ریس عبدالله سره د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي.ارګ په خپله لیکلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.زلمی خلیلزاد په داسې مهال ښکاره سفر کوي، چې تیره اونۍ هم نوموړي کابل ته پټ سفر کړی ؤ او د سولې پروسې اړوند مسائلو په هکله یې د حکومت او سیاسي مشرانو سره خبرې کړې وې.نوموړي د سفر په ترڅ کې ډاکټرعبدالله سرههم کتلي.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرو اونیو راهیسې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازیي زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی له طالب چارواکو سره د سولې بهیر او امریکایي عسکرو د ویستلو په هکله په خبرو بوخت وو.
باید یاده کړو چې ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې ارګ کې یوې غونډې ته ویلي وو چې د وخت نه مښکې د سولې انتقالي حکومت ته تیار دی نوموړی همداراز ویلي چې باید د وخت نه مښکې انتخابات وشي هغه ویلي چې د حکومت ټیم به په دغه انتخاباتو کې برخه وانخلي.