نړیوال خبرونه

نن په اکثره اسلامي هېوادونو کې لومړی روژه ده

نن په اکثره اسلامي هېوادونو کې لومړی روژه ده۔ ټاکل شوې ده چې نن د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان، افغانستان، پاکستان او ترکیې په ګډون په ټولو اسلامي او عربي هېوادونو کې د رمضان المبارک اوله ورځ وي.

یکشنبه ماښام د سعودي عربستان سترې محکمې د رمضان المبارک میاشتې لیدل غیر یقیني وبلل او اعلان یې وکړ، چې سبا د سه شنبې په ورځ(۲۴ وری) به د رمضان المبارک ۱۴۴۲هـ ق نیټه وي.د سعودي عربستان نه وروسته د افغانستان سترې محکمې هم نن د سه شنبې ورځ د رمضان المبارک د لومړۍ روژې په توګه اعلان کړې ده.باید یاده کړو چې افغانستان هر کال روژه او اختر دسعودي عربستان سره یو ځای کوي.

دا په داسې وخت کې ده چې د ګاونډي هېواد پاکستان حکومت د مذهبي چارو وزارت بیا له وړاندې اعلان کړی ؤ، چې سبا د اپریل په ۱۳مه یعنی نن د سه شنبې ورځ به پاکستان کې د رمضان المبارک لومړۍ روژه وي.دوی هر کال یوه ورځ د نورو هېوادونه نه وروسته وي خو سږ کال ېې د نورو اسلامي هېوادونو سره یو ځای روژه اعلان کړه

د سعودي عربستان، افغانستان، پاکستان، قطر، ترکیې، کویټ او موریتانیا ترڅنګ په ګڼو نورو اسلامي او عربي هېوادونو کې هم نن د سه شنبې ورځ د رمضان المبارک د لومړۍ نیټې په توګه اعلان شوې ده.دوی ږای چې ټول هېوادوال دې نن یعنې سې شنبې ورځ دې روژه ونیسي.

ramadan2

د روژې مبارکې میاشتې له راتلو سره سم د پلازمینې کابل په ګډون په زیاترو لویو ښارونو او ولایاتو کې د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بیې لوړې شوي، چې ورسره د هېوادوالو اندېښنې زیاتې شوې دي.حکومت هم په دې اړه لا هم څه ندي ویلي.خو سوشل میډیا کې په دې اړه اکثره خلکو د غوصې اظهار کړی دی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button