Uncategorized

اسټرالیا: د 2021 کال تر پایه خپل عسکر له افغانستانه وباسو

اسټرالیا: د 2021 کال تر پایه خپل عسکر له افغانستانه وباسو.د اسټرالیا لومړی وزیر وایي، د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو پورې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.د دې نه وړاندې ناټو او امریکا هم اعلان کړی جې خپل عسکر وباسو.

اسټرالیايي ميډیا د سکاټ موریسن له خولې ویلي، چې اسټرالیا به د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو پورې ‌خپل پاتې اتیا تنه عسکر له افغانستانه وباسي‌ او په دې توګه به په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکې کښېږدي.دغه پریکړه یوه اوونۍ وروسته له هغه ده، چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د روان میلادي‌ کال تر سپتمبر میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو عسکرو د را ایستلو ګډ اعلان وکړ.

اسټرالیايي عسکرو د ناټو سازمان تر چتر لاندې دوې لسیزې په افغانستان کې نظامي ماموریت ترسره کړ چې زیاتره پوځیان یې د ولسي وګړو په وژنو او جنګي جرمونو کې ښکېل وبلل شول.خو ویل کیږي جې د دوی فوځ ډېرذمجهز وو او ډېر با کفایته عسکر ېې درلودل.

د اسټرالیایي ميډیا وروستۍ موندنې ښيي چې د یاد هیواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ماموریت په مهال څلوېښت تنه ولسي بې وسلې افغانان وژلي‌ دي.خو ویل کیږي چې دا کسان ېې د دې لپاره وژلي چې دوی دغو کسانو څخه ویره درلوده.

img 20210420 114434

اسټرالیا که څه هم د خپلو عسکرو د جنګي جرمونو له امله له افغانانو بښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه، چې په جنګي جرمونو کې ښکېل عسکر به د عدالت مېز ته را کاږي، خو لا هم په دې برخه کې د پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی. دغه قضیه همداسې پاتې ده او پهداړه ېې هیڅ معلومات هم نشته.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button