اردوګان: د اسرایلو لخوا په فلسطین کې د جنګ دوام د منلو وړ ندی
د ترکيې هېواد جمهور ریس رجب طیب اردوګان په مسجد اقصی کې پر فلسطيني لمونځ کوونکو د اسرائيلي يرغلګرو بریدونه غندلي او ټينګار يې کړی، که نړۍ او اسلامي مملکتونه د بیت المقدس او مسلمانانو ملاتړ ونه کړي،نو جنګ او تشدد به نسلونه تباه کړي.
د ترکیې جمهور ریس اردوګان په خپل ټويټ کې لیکلي «اسرائيلي عسکر هره روژه کې زموږ پر لومړنۍ قبله برید کوي، موږ د اسرائيلي ترهګرو دا بریدونه غندو، په هر حالت او وضعيت کې د خپلو فلسطينيانو وروڼو تر څنګ ولاړ يو.»اردوګان په خپلو څرګندونو کې اسرائيل ترهګر او وحشي دولت بللی دی او زياته کړې يې ده، چې اسرائيلي يرغلګر پر هغو بې دفاع فلسطينيانو بریدونه کوي،چې مظلوم دي
او هغه خلک چې يوازې د خپلو پلرني کورونو ساتنه کوي، چې له زرګونو کلونو ورته په میراث کې پاتې دي.نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې اسرائيلي یرغلګرو د مسجد اقصی په انګړ او شاوخوا سيمو کې نږدې درې سوه فلسطينيان ټپيان کړي دي.د اردوګان په خبره هر چا، چې د اسرائيلي يرغلګرو ملاتړ کړی او يا يې هم ځان پرې غلی کړی وي، له اسرائيلو سره په دې ظلم او وحشت کې شريک دي او د بیت المقدس خاين دی.
جمهور ریس اردوګان په خپلو څرګندونو کې پر اسلامي نړۍ هم غږ کړی، چې ټول بايد د اسرائيلي يرغلګرو پر ضد خپل مسؤوليت ادا کړي او زياته کړې يې ده، چې نور بايد ټول له يوه بل سره همغږي وکړو، د يوه بل تر څنګ ودرېږو او ټول اسلامي هېوادونه بايد د اسرائيلي یرغلګرو د روان ظلم او وحشت پر ضد راپورته شي.
نوموړی وای اسرائيل په فلسطين کې هر ډول وحشت او ظلمونه کوي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او په دې اړه هر ډول خاموشي له فلسطينيانو او بیت المقدس سره خيانت دی.اسرائيلي يرغلګرو د جمعې په ورځ د مسجد اقصی په انګړ، باب العمود او شيخ جراح کليو کې پر فلسطينيانو بریدونه کړي، چې له امله يې نږدې درې سوه فلسطينيان ټپيان شوي او لسګونه نور يې ژوندي نيولي دي