Uncategorized

ارګ: د ولسمشر غنی په حضور کې د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

ارګ: د ولسمشر غنی په حضور کې د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځ ولمانځل شوه.جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د مۍ ۱۷ “د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځې” د نمانځنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په سر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې، دیاد وزارت یو شمېر مسوولینو او د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې د متخصصو فارغانو استازې د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځې نمانځنه د ملي ستراتېژیو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.ورپسي د جمهوررئیس لومړي مرستیال د سایبري امنیت، د مخابراتو وزارت، اترا ادارې او ټولو اړوندو ادارو ترمنځ د همکاري پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

نوموړی له خصوصي سکتور یې وغوښتل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د لومړي لاس وسایلو د پېرلو په برخه کې له اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.جمهوررئیس غني د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیوالې ورځې مبارکۍ پر مهال د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د کادري متخصصینو د استخدام په برخه ټینګار وکړ.

نوموړی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته لارښوونه وکړه چې د دوی استخدام په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.تر څو د مخابراتو او معلومتی ټکنالوژی برخه تخصص مهوره اووسي.

fb img 1621486664715

جمهوررئیس د مخابراتو وزارت، اترا ادارې او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ پر مشترکې ژبې لرلو او یادو برخو کې پر بنسټیزو اصلاحاتو په ټینګار وویل، له دیجیټلي کېدو پرته شفافیت نه راځي او باید په دبرخه کې ډېر کار وشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button