د میناتورانو ټیم سره د ولسمشر غني لیدنه

د میناتورانو ټیم سره د ولسمشر غني لیدنه.جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون غرمه د میناتورانو ټیم سره چې د هیواد په تاریخي ځایونو کې د میناتورۍ چارې مخته وړي وکتل او دوی یې وهڅولې.چې هېواد ته نور هم د خدمت جوګه شي.
د دغې کتنې په پیل کې یاد ټیم د جمهوري ریاست د حرمسرای او کوټې باغچې تاریخي ماڼیو د میناتورۍ د بیارغاونې او خپلو نویو کارونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د جمهوررئیس د لازیات ملاتړ غوښتونکی شو.دوی وویل یاد ټیم له دوو کالو راهیسي په ارګ کې د میناتورۍ فعالیتونه مخته وړي او اوس د جلال اباد شاهي ماڼۍ د میناتورۍ چارې دوام لري،
همداراز په پام کې ده چې د پغمان په تاریخي ماڼیو کې هم خپل کارونه پیل کړي.ولسمشر غني په ارګ کې د ماڼیو د میناتورۍ د دوباره احیا په موخه د دوی فعالیتونه وستایل وې ویل، تاسې د ماڼیو د میناتورۍ په برخه کې ښه فعالیتونه ترسره کړي چې د تاریخي اثارو په توګه به تلپاتي خوندي شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، اړونده اداره به له هیواده بهر د لازیاتو مهارتونو ترلاسه کولو په موخه د میناتورانو ټیم ته د سفر برابرولو په اړه اقدام وکړي نوموړي وویل اوس وخت رارسېدلی دی چې هیواد ته په سمه مانا د خدمت مصدر شو.
باید یاده کړو چې ولسمشر غني هر وخت کوشش او هڅه کوي چې دا ډول د ویاړ او د کار ټیمونو او خلکو سره اوګوري.او دوی نور خدمت ته وهڅوي تر څو هېواد ته ویاړونه راوړي او د افغانستان نوم ړ افتخار نه اوچت کړي.