نړیوال خبرونه

افغانستان کې د ښځو او نجونو په معنا لرونکي حضور د م.م د امنیت شورا ټينګار

افغانستان کې د ښځو او نجونو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د معنا لرونکي حضور غوښتنه کړې ده

دغې شورا په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل بهیر او همداراز په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار پر ځنډېدو نیوکې کړې دي. 

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې، د ښځو د کار ځنډول به په افغانستان کې د بشري مرستو پر بهیر ناوړه اغېز وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د طالبانو له لوري د دغه ډول محدودیتونو وضعه کېدل د افغان ولس پر وړاندې له ژمنو او له هغه څه سره چې، نړۍواله ټولنه له دوی تمه لري په ټکر کې دي

د ملګري ملتونو سازمان : 

ملګرو متلونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل:«دغه کړنه به د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د سازمانونو پر فعالیتونو او بشري مرستو ژوره اغېزه ولري. له دې سره سم، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د بشري حقونو او د ښځو څانګې عالي کمېشنرۍ له سرپرست حکومته غوښتي چې، د ښځو د کارونو د ځنډولو پرېکړه لغوه کړي

نور یی ولوله | پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه څه ویلي ؟

نور یی ولوله | کابل څلورو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه ودرول

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش څرګندوي:«د زده کړو او کار په تړاو د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستي محدودیتونه د بشري حقونو ښکار نقض دی او باید له ځنډ پرته لغوه شي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه هم وايي:«د طالبانو هغه حکم چې ښځې په غیر دولتي بنسټونو کې له کار کولو منعه کوي، د ښځو د حقونو ښکاره نقض دی. موږ دغه حکم په کلکه غندو او له افغان نجونو او ښځو سره درېږو. 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رييس ولکر ټرک هم وویل:«دغه ډول سیاستونه د افغان نجونو او ښځو پر ژوند ناسم اغېز کړی او د افغانستان په ټولنه کې به د بې ثباتۍ لامل شي. له دې سره سم، د ښځو د حقونو ځينې فعالینې او د چارو شنونکي تحصیل او کار د ښځو حق ګڼي او په ټينګار سره وايي، که اسلامي امارت پر خپلو دغو پرېکړو بیا کتنه ونه کړي؛ نو په وینا یې سرپرست حکومت به لاپسې منزوي شي 

د سیاسي چارو شنوونکي

د سیاسي چارو شنوونکي جنت فهیم چکري وویل:«اسلامي امارت له دې حالته ډېر سیاسي او اقتصادي انزوا په لور ځي. د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش هم وايي:«له بده مرغه موږ نه پوهېږو چې اسلامي امارت زموږ د افغانستان له ملته په ځانګړې توګه له موږ ښځو څه غواړي او تر کله به موږ محدود کړي

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button