ټکنالوجي

اوس به د کارونکي غږ سره موبایل بندیږي

اوس به د کارونکي غږ سره موبایل بندیږي.ویل کېږي ګوګل به ډېر ژر د اندراید موبایل درلودونکې لپاره یو داسې اپشن وړاندې کړي، چې له مخې به یې کاروونکې د غږ په مرسته خپل موبایل بند کړي.او وبه کولی شي چې بغیر د کوم تکلیف نه دا کار وکړي.

موږ په ګوګل اندراید ۱۲ کې ددې اپشن پر لور اشاره لېدلې. ګوګل د آیفون او سامسنګ په څېر د اندراید موبایلونو له پاور بټن څخه د یوې بلې موخې لپاره د استعمال پرېکړه کړې.ویل کېږي چې دغه بټن به له “ګوګل اسسټنټ” نښلول کېږي او د موبایل د بندولو لپاره به استعمالېږي. که څه هم له دې وړاندې په اندراید ۱۲ بیټا کې ډېر مهم او بنسټیز بدلونونه راوستي ول.

2181427 turnoffphone 1621799303 241 640x480 1

خو اوسمهال ناین ټو فاییو ګوګل د نوي او ایس ځینې اړخونه په غور سره کتلي او د ګوګل اسسټنټ په نوي ویرژن کې به نوی آپشن موجود وي چې د غږ په مرسته به موبایل بندېږي.دې سره یوزرانو یا د موبایل کارونکو ته به ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او بغیر له کوم مشکل به موبایلونه بند او محفوظ وساتل شي.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې دغه آپشن په اندراید ۱۲ بیټا ویرژن کې شتون نه لري او هیله ښودل شوې چې په راتلوونکو ویرژنو کې به رامنځته شي.او خلک به وکولی شي چې د دې اپشن په استفادې سره دې نه مسفید شي.

هېره دې نه وي چې د ټکنالوژی نه په اسفادې سره ډېری کارونه اسانه شوي دي او اکثره خلک اسمهال د ټکنالوژی د استفادې نه خوشاله دي دوی وای چې اوسمهال دوی د انډرایډ موبایل نه ډېره استفاده کوي او اکثره خلک ترینه خپل رسمي کارونه هم اخلي دوی کولی شي چې په اسانه ډول خپل راکړه ورکړه د موبایلونو او ټکنالوژی په زریعه وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button