تاجکستان ته د رحماني د سفر جزیات
تاجکستان ته د رحماني د سفر جزیات. دولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ااجکستان ته په سفر تللی نوموړي د دغه سفر پر مهال ویلي طالبان له حکومت سره د سولې لپاره هیڅ ډول اراده نه لري. او جګړې کې لا نور زیاتوالی راغلی.
ښاغلی رحماني چې د یوه پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته په سفر تلی، هلته یې یوې ناستې ته په خپله وینا کې ویلي، چې له طالبانو سره د سولې تمه نشته ځکه دده په خبره طالبانو د جګړې د شدت کچه لوړه ساتلې چې له امله یې د سولې هیلې له منځه زي او فرصتونه ضایع کیږي.رحماني وړاندې ادعاء وکړه، چې د افغانستان خلک د شل کلنو لاسته راوړنو د لاسه ورکولو او د نظام پاشل کېدو ته تیار نه دي.
د رحماني په خبره داسې تمه وه چې سوله به تامین شي، خو متاسفانه تر اوسه یې په باره کې باوري نه یو؛ خو حکومت بیا هم د نظام د ساتل کېدو په شرط د سولې هر ډول مذاکراتو ته دوام ورکوي.د هغه تر څنګ په تاجکستان کې د کابل حکومت سفیر «ظاهر اغبر» هم پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي او په خبره یې، چا ته اجازه نه ورکوو چې بیا ځلې د «عسکرو د جنازې د نه کولو فتوا صادره کړي.
نوموړی د دغه هیواد ولسمشر تر څنګ نورو اعلی چارواکو سره هم لیدلي دي.باید یاده کړو چې رحماني د مشر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو دوهم پړاو پیل شوی دی او تر یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته تازه د ناستو بیا ځلې پیل کېدو د مذاکراتو بریا ته هیلې ښودل شوي دي.
د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د سیمې په سفر وتلی او ښایي تر جرمني وروسته پاکستان، قطر، متحده عرب امارات ته هم لاړ شي نوموړی نن په کابل کې ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر څنګ نورو مشرانو سره ولیدل او د سولې د خبرو په اړه ېې ورسره تفصیلي خبرې هم کړي دي.