جورډان بوټان د یو اعشاریه ۴۷ میلیونه ډالرو لیلام شو
افغانستان –
د لوبغاړي مایکل جورډان بوټان د یو اعشاریه ۴۷ میلیونه ډالرو بدل کې وپلورل شولد باسکټبال امریکايي ستوري مایکل جورډن یوه جوړه سپورتي بوټان د یو اعشاریه ۴۷ میلیونه امریکايي ډالرو بدل کې لیلام شوي.
جورډن د نایک شرکت جوړ شوي بوټان له شیکاګو بلز لوبډلې سره لومړی ځل د لوبې پر مهال ۱۹۸۴ کال کې پښو کړی وو همدا کال و چې نایک شرکت له جورډان سره د یوې هوکړې له مخې د داسې سپورتي بوټانو او یونیفورم چمتو او پیل کړل چې د نوموړي لاسلیک پرې کېده د یوه جوړه داسې بوټانو لپاره چې د لوبې پر مهال پښو شی
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
دا قیمت د لوبو اړوندو بوټانو په تاریخ کې تر اوسه شهرت نه لري. جورډن ته ګڼ کسان د باسکټبال د تاریخ بې ساري لوبغاړي په نظر ګوري نوموړي د خپل سپورتي فعالیت ډیر وخت یې له همدې شیکاګو بلز نومې لوبډلې سره تېره کړه او داسې باور کېږي چې په نړیواله سطحه یې د این بي اې په ځلولو کې خورا ونډه لري
جورډن چې په ۲۰۰۳ کال کې متقاعد شو د سپورت نړۍ له خورا مهمو شخصیتونوڅخه یو بلل کېږي او همدغه راز د این بي اې په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی بلل کېږي چې میلیاردونه ډالره عاید یې وموند
جورډن لومړنی لوبغاړی د باسکټبال دی چی لږ وخت کی ډیر لاسته راړوړنه وکړه