نړیوال خبرونه

د الوتنو د عادي کېدو په هکله د ټرانسپورټ وزارت خوشبیني ښودلې

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره، په افغانستان کې د الوتکو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی. د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، په ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰ تر ۹۰ پورې الوتکې د هېواد له هوايي دهلیزه تېرېږي، چې د تېر پرتله ډېرې کمې دي.

د هوايي چلند اداره  

بل لور ته د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پخوانی مرستیال په دې باور دی چې هوايي شرکتونه د افغانستان پر فضا باور نه لري. د دغه وزارت عملیاتي مرستیال وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د هېواد فضا غیر مصوونه اعلان شوې او هغه تړون چې په دې وروستیو کې له ګاک شرکت سره لاسلیک شوی دا ستونزه به هواره کړي

د افغانستان سره فلایټونه 

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وویل:«د نړۍ د هېوادونو بېلابېلې کمپنۍ، اروپايي او امریکايي هېوادونو په ځانګړې توګه کارګو الوتکې د افغانستان له فضا تېرېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پخوانی مرستیال وايي چې د عبوري الوتنو زیاتوالی په خوندي فضا پورې تړاو لري.

نور یی ولوله | ګوټرېش: اسلامي امارت دې ژر تر ژره د نجونو پر زده کړو محدودیت لرې کړي

نور یی ولوله | بایډن: طالبانو د بند نه د ازاد شوي امریکايي به خپلې کورنی ته وسپاري

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت مخکینی مرستیال امام محمد وریماچ وايي:«نړۍوال شرکتونه ځان دومره خوندي نه ګڼي چې د افغانستان له فضا استفاده وکړي بلخوا د افغانستان د هوايي ټرافیک مدیریت ډېر امکانات نه لري. د هغه تړون له مخې چې د اماراتو له ګاک شرکت سره لاسلیک شوی، دا شرکت به داسې وسایل وپېري چې په کارولو سره به یې د هېواد له فضا څخه د عبوري الوتنو شمېر زیات شي

د افغانستان د ټرانسپورت ا اداره 

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وایي چې ډېر ژر به په متحده عربي اماراتو کې د عبوري الوتنو عوایدو د راټولولو په موخه یو ګډ بانکي حساب پرانیستل شي. د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا څرګندوي:«پیسې په ګډ بانکي حساب کې چې په متحده عربي اماراتو کې به وي د ګاک او ټرانسپورټ وزارت حساب ته به ولېږدول شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button