اقتصاد او سوداګري

د بېټکوین بیعه نوره هم اوچته شوه

د بېټکوین بیعه نوره هم اوچته شوه.ډیجیټل کرنسۍ په توګه کارېدونکي بیټکوین نوی ریکارډ خپل کړ. تازه د یو بیټکوین بیه له ۵۰ زرو ډالرو څخه پورته شوی دی.ددغه ډیجیټل کرنسي قیمت نور هم ګرانیږي او ښايي که دغه کرنسی همداسې روانه وي نو د نړی تر ټولو اوچت ریکارډ به جوړ کړي او د سرو زرو نه به زیات قیمت پیدا کړي.

د انټرنیشنل میډیا د راپورونو په خبره د نړۍ مشهوره ډیجیټل کرنسي په اول ځل ۵۰ زره ډالرو ته ورسېده، یعنې د یوې سیکې یا یو دانه بیه یې له پنځوس زرو ډالرو پورته شوه.بيټکوین په دې وروستیو میاشتو کې ډېر ارزښت پېدا کړ او بیه يې په چټکۍ پورته شوه، په ۲۰۱۷ کال کې د بیټکوین بیه ۱۰ زرو او په ۲۰۲۰ کال کې ۲۰ زرو ته رسېدلې وه، چې اوس يې د مارکیټ ارزښت ۹۳۰ میلیارده ډالرو ته اوچت شوی.

د دغه رسنیو په وېنا، د سه شنبې په ورځ د یو بیټکوین بیه ۵۰ زره او ۶۸۹ ډالرو ته ورسېده، خو وروسته بېرته راښکته او له ۵۰ زرو راکم شو.هېره دې نه وي چې په تېرو ورځو کې د امریکا د موټرو مشهور شرکت ټیسلا  ۱.۵ میلیارده ډالرو بیټکوین اخیستي و، چې له امله يې بیه ډېره پورته شوه، د ۳۸ زرو ډالرو څخه يې بیه ۴۶ زرو ډالرو ته رسېدلې وه.

fb img 1613556922756
بېټکوین

د بیټکوین بیه ښکته پورته کېږي، خو څېړونکي وايي، چې ښايي دا ځل بیه ډېره راښکته نه شي.په زړه پورې خبره دا ده چې اوس ستر شرکتونه هم بیټکوین اخلي او په دې کې ورته راتلونکی ښکاري. په ۲۰۱۷ کال کې د دې په بیه کې ۹۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی و، خو په ۲۰۱۸ کال کې بېرته ۷ زره ډالرو ته رسېدلی و.

دا هم باید یاده کړو چې بېټکوین افغانستان کې لا هم دومره مشهور ندی او ډېری خلک دغه ډيجيټل کرنسي پېژني هم نه او عین تر دې چې ځيني عام وګړي د دې کرنسی په اړه معلومات تر لاسه کړي نوګڼ شمېر خلک ورباندې باور هم نه لري.خو تعلیم یافته طبقه بیا په دې باندې باورلري او ځینو بیا په نورو ملکونو کې اخیستل هم پیل کړي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button