هنر او ادب

د روینه ټنډن او اکشې کمار مینه بیا پیل شوه؟

په یوه شو کې د روینه ډنډن او اکشې کمار تر منځ له مینې ډک چلند

روینه ټنډن او اکشې په یوه شو کې له نورو فلمي لوبغاړو سره یو ځای راښکاره شول تر څو نندارې ته په سټیج باندې خپل ځانونه وښیي، خو په دې وخت کې ورینه اکشې کمار ته له مینې په دک نظر وکتل او ددې مینه‌ناکې او جالبې صحنې ویډیوګانې او انځورونه د سوشل ميډیا د سر ټکي او د خلکو تر منځ د بحثونو وړ شول.

په سوشل ميډیا کې ددوی انځورونو یو غوغا جوړه کړه او خلکو داسې و انګېرله چې د اکشې کمار او روینه ټینډن تر منځ د مینې او محبت تار له کلونو کلونو وروسته یو ځل بیا غځېدلي او دوی دواړه له یو او بل سره بې کچې مینه لري.

په ویډیوګانو او انځورونو کې دوی څنګه ښکاري؟

په انځورونو کې داسې راغلي چې روینه د اکشې کمار سترګو ته په ځیر ګوري او داسې ښودل کېږي چې ګواکي روینې ته اکشې کمار د تېر په څېر خوند ورکوي او په سترګو کې یې د مینې یو ډول اظهار دی. په بله ویډیو کې بیا ښودل کېږي چې روینه اکشې کمار ته ځان ورنږدې کوي او په شو کې د هغه د ملا تر تیر پورې لاس ډېر په شدت سره غځوي. دا هغه حرکات دي چې د سوشل میډیا کاروونکي یې دې ته هڅولي څو د دوی تر منځ مینې ته هوا ورکړي او په دې اړه یوه غوغا جوړه کړي.

نور ولولئ: د هندۍ فلمي ستورې جیاخان ځانوژنې ته پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ‌ګناه بلل شوی

په دې شو کې دغې جوړې د ګډونوالو پام هم ځان ته اړولی دی او یوه خوندوره صحنه یې سازه  کړي ده.

د روینه ټینډن تازه مرکه

کله چې په سوشل میډیا کې دې مسئلې زور واخیست، روینه مجبوره شوه چې له انډین ټوډې سره مرکه وکړي او د خلکو احساساتو ته ځواب ووايي. هغې په دې مرکه کې ویلې دي چې اکشې کمار ورباندې ګران دی او خوښېږي یې، خو دا په دې معنی نه ده چې له هغه سره دې لېونۍ مینه ولري. روینه زیاته کړي چې اکشې کمار د فلمي صنعت یو ستوری دی او له همدې امله هغه ورته احترام لري او له یوه او بل سره ډېر نږدې ملګري دي.

نور ولولئ: مادهوري ۳۸ کاله د هند فلمي صنعت کې فعاله ده

روینه زیاتوي: ماته اکشې د ځوانۍ له وخت ګران دی او دا نه شم ردولی چې هغه وخت ورباندې نه وم مئینه، خو په اوس وخت کې مې یوازې ملګری دی او بس.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button