نړۍ خبرونه

د نړۍ تر ټولو مشهور ټیک ټاکر خیبي لیم د قرآن کریم حافظ هم دی

هغه یو عملي مسلمان دی او قران کریم لولي

د نړۍ تر ټولو مشهور ټیک ټاکر چې په ټیک ټاک کې تر ټولو زیات فالورز لري هغه خیبي لیم دی، چې نوموړی په اصل کې د سینیګال اوسېدونکی دی او په اړه یې تازه معلومات دا دي، چې هغه یو باعمله مسلمان دی او د قرآن کریم حافظ هم دی.

۲۲ کلن خیبي لیم چې د سینیګال هېواد اوسېدونکی دی، مشهور ټیک ټاکر، یوټیوبر او کومیډین دی او د خپلې خاموشه کومیډۍ او د لاسونو په اشارو سره داسې ویډیوګانې جوړوي، چې د خلکو د ورځني ژوند د کارونو اسانه لارې چارې په کومیډي بڼه ورته ښايي.

هغه په ​​پنځم کال کې دا ویاړ ترلاسه کړ

خیبي لیم اوسمهال په ایټالیه کې اوسېږي. هغه په ۲۰۲۲ کال کې دا ویاړ ترلاسه کړ، چې په ټیک ټاک تر ټولو زیات فالورز لرونکی ټیک ټاکر شو. هغه دا ویاړ د چارلي د ریکارډ ماتولو وروسته ترلاسه کړ، چارلي له څه وخت راهیسې تر ټولو زیات فالورز درلودل، چې سږکال د خیبي فالورز تر هغې زیات شو.

نور یی ولوله| په اختریز پیغام کې د نړۍ هېوادونو ته د مولوي هیبت‌الله اخندزاده ډاډ

نور یی ولوله| د خوست اوپکتیکا خلک د عربي اماراتو څخه مننه کوي.

خیبي لیم نه یوازې په ټیک ټاک کې، بلکې په نورو مشهورو ټولنیزو رسنیو کې هم د مشهورو شخصیتونو، اداکارانو او سندرغاړو څخه زیات مینه ال یا تعقیبوونکي لري.

خیبي لیم په انسټاګرام کې ۷۸.۵ میلیونه کسانو فالو کړی دی، همدا راز په ټویټر کې له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو تعقیب کړی دی او په فېسبوک کې د هغه د تعقیبوونکو شمېر ۱.۲ میلیونو څخه زیات دی.

خیبي لیم د کورونا پر مهال په یو شرکت کې د یو عادي کارمند په توګه کار کولو، خو د کورونا له امله یې دنده له لاسه ورکړه او بیا یې د ټیک ټاک ویډیوګانو جوړولو ته مخه کړه، چې په ډېر لږ وخت کې یې زیات شهرت ترلاسه کړ.

هغه په یوه مرکه کې دا هم ویلي و، چې نوموړی په نړیواله ژبه کې ویډیوګانې جوړوي، یعنې د هغه په ویډیوګانې کې خبرې نه وي، خو هغه داسې ویډیوګانې جوړوي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د هرې ژبې ویونکی د هغه په ویډیوګانې یو شان پوهېږي او خوند ترې اخلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button