ځایی
رجحان

زهرا بلوڅ: له طالبانو بیا غواړو چې د وسله‌والو ډلو په سپارلو کې راسره مرسته وکړي

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د وسله والو ډلو په ورسپارلو کې ورسره مرسته وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، دوی له طالبانو سره ښې سیاسي اړیکې لري او له هغې ډلې یې بیا غوښتنه کړې چې د دوی وسله‌وال مخالفین دې دوی ته وسپاري.

ممتاز زهرا بلوڅ په خپلې اونیزې خبري ناسته کې دا هم وویل، چې دوی به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

مېرمن بلوڅ سره له دې چې د کوم هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو دا یې وویل بهرني حکومتونه د دې حق نه لري چې د پاکستان په استازولۍ په دریځونو خبرې وکړي او یا دې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، چې دوی د بیزو تڼاکو یا چیچک په اړه د روغتیا د نړۍوال سازمان اعلامیه لېدلې او په خپل وخت به هغه سازمان ته په رسمي بڼه ځواب ووايي.

تر دې وړاندې هم مېرمن بلوڅ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سفارتي اړیکو په اړه په هره خبري ناسته کې خبرې کړي؛ خو دا پلا یې په نرمه لهجه د دواړو هېوادونو ښې راشه درشې ته اشاره وکړه، خو بیا یې هم ټینګار کاوه چې طالبان دې دوی ته هغه وسله‌وال وروسپاري چې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
زهرا بلوڅ,طالبان,وسله‌والو ډلو

خو تر اوسه نه یوازې دا چې طالبانو د پاکستان دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی، هره پلا یې دا خبره یاده کړې چې دوی به د افغانستان خاوره د بل هېڅ یو هېواد پر ضد و نه کاروي.

د پاکستان دفاع وزير په تېرو کلونو له ګاونډي هېواد سره د ده په ادعا د پاکستان له ډېرو مرستو سره سره د افغانستان له لوري د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

نور ولولئ: علي وزیر په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شو

نور ولولئ: پاکستان او ترکمنستان: د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې چارې باید چټکې شي

د پاکستان د پالیسۍ ارزول

هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي، ویې ویل: “موږ د افغانستان لپاره ډیر څه کړي، خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.”

پاکستان تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې پوځي عملیات به د افغانستان خاورې ته وغځوي.

د ملګروملتو په وروستي درې میاشتني راپور کې هم د پاکستان له لوری د افغانستان په خاوره کې د لږترلږه دوو هوايي بمباریو یادونه شوې وه او ویل شوي وو چې په دې بریدونو کې لږترلږه ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button