ټکنالوجي

لپټاپ لرونکوته ضروري؛ په دې ۵ لارو مو د کمپیوټر د ګرمیدو مخه ونیسئ

لپټاپ د اندازې، ډېزاین، بڼې، کارول شویو پرزو او غټې بټري لرلو له پلوه، تل ګرمېږي. که له حده زیات وکارول شي، بدنه یې ګرمه، کارول یې ورو او د وخت په تېرېدو، له زیان ویني.که د کمپیوټر د ګرمېدلو نښې وینئ یا نه، خو ښه ده دلته څو یادې شوې لارې چارې د کمپیوټر د سوړ ساتلو لپاره په پام کې ونیسئ.

  • د برق د لګښت تنظیمات له high performance څخه balanced یا power saver ته بدل کړئ

د دې کړنې په څارلو، د اپلېکشنونو د کارولو پر وخت د زیاتو وړانګو د کارېدلو څخه مخنیوی کېږي.

که غواړئ کمپیوټر کې ګېم وکړئ یا بل هر څه چې د کارېدونکې دستګاه څخه زیات توان غواړي، کولی شئ high performance  ته ولاړ شئ.

په وېنډوز ۱۰ کې د برق د لګښت په مخنیوي کې دا ګامونه واخلئ.

Start ته لاړ شئ.

Settings ته لاړ شئ.

System ته لاړ شئ.

power and sleep  کلېک کړئ.

Related settings  په برخه کې د Additional power settings  په لېنک کلېک وکړئ.

په مک کې د برېښنا د ذخیره کولو لپاره دا لارښوونې وګورئ.

پورته کېڼ طرف په Apple  کلېک وکړئ.

وروسته system preferences وټاکئ.

له هغه ځایه Energy saver کېکاږئ.

اوس د اړتیا په اندازه رڼا وټاکئ.

له خاورو او دوړو څخه د کیبورد د بټنو د پاکولو لپاره له اسپرې ګټه واخلئ

د څو ځلي ځای پر ځای کولو یا په یوه ځای کې د کمپیوټر ساتل، په fan یا په وړو دریڅو ( هوا کش) دوړې کیني. دا ارزان بیه اسپرې په آسانۍ له بازار څخه تر لاسه کولی شئ، چې له سر درد مو خلاصوي. یوازې لپ ټاپ ګُل او وروسته د اسپرې په مرسته دا هوا کشونه پاک کړئ.

له سوړ پد کار واخلئ

هغه پدونه چې سوري او خالیګاه لري، کولای شي لپټاپ ته د هوا جریان زیات کړي، خو د یو یا څو فنونو کارول پرې، د کمپیوټر د سوړ ساتلو سره مرسته وکړي.

د امکان تر حده خپل کاري ماحول سوړ وساتئ

کمپیوټر هم د انسانانو په څېر تهويې (د هوا جریان) سیسټم ته اړتیا لري. د کمپيوټر سرور د خونې د ۷۰ فارنهایت درجې (۲۱ سانتي ګرېډ) یا تر دې لږ سره عیار شوی. د کورني دفتر لپاره د دې اندازې تودوخې ډېر سپارښت کېږي.

که کار نلرئ، لپټاپ ګُل کړئ

د تودوخې بدلون د لمر وړانګو او یا نورو څېزونو سره د کمپیوټر مخېدل، خطرناک او ناوړه کړنه ده، دا چې روښانه هم وي او بې ځایه له بټري کمېږي او د خپلې تولید شوي تودوخې سره مخ وي.

د ټولو سیسټمي کړنو څخه لرې، هغه ټول موارد چې ستاسې لپټاپ ته زیان رسوي، متوجه اوسئ، لکه د پټو خورول، غېږ کې نیول، پر نس یا ورنونو د لپټاپ ايښودل (بدن ډېره تودوخه تولیدوي) یادونه وکړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button