مجیب به په اي پي ایل کې په څو میلیونه روپیو بولي ته وړاندې شي ؟
د ملي کرکټ ټیم مشهور سپېنر مجيب الرحمان چې د هند تجارتي ليګ ( IPL) کې له تېرو ٣ کلونو را پدېخواد کنګز اليون پنجاب ټیم سره لوبېده، اوس به يو ځل بيا بولۍ لپاره میدان ته اووځي بولۍ لپاره ١٠٩٧ لوبغاړو ځان راجستر کړې دی
او په دې کې ٣٠ افغان پلیران هم شامل دي.د معلوماتو په اساس ، مجيب د يو نيم کروړ يا ١٥ ميليونه هندي روپيو په برخه کې نومليکنه کړې ده او هغه به په بولۍ کې په دغه بيه وړاندې شي. نوموړى د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مخکې په ٤ کروړه يا ٤٠ ميليونه هندي کلدارو اخيستى و.
د مجيب نه پرته ډيويډ ملن، اليکس کېري، ناتن کولټر نيل، جهي ريچارډسن، مچل سويپسون، ټام کران، ليويس ګريګوري، اليکس هيلس، اډم ليت، عادل رشيد او ډيويډ ويلي نور هغه لوبغاړي دي چې په دغه بيه کې يې نومليکنه کړې ده.همدا رنګه کيدار جادو، هربجن سينګ، ګلين ميکسويل، سټيو سميت، شکېب الحسن، معين علي، سام بيلينګس، ليام پلنکيټ، جېسن راى، مارک ووډ او کولين انګرام هغه لوبغاړي دي چې د ٢ کروړه يا ٢٠ ميليونه روپيو په برخه کې يې ځان راجستر کړی دی او بولۍ ته به ورکړل شي.
ښاغلی راشد خان او نبي هغه لوبغاړي دي چې له مخکې نه د سنرايزرز حېدراباد ټيم له ځان سره ساتلي دي، خو له مجيب الرحمان پرته نور ٢٩ کوم لوبغاړي دي چې د اى پي ايل ٢٠٢١ بولۍ ته يې ځان راجستر کړې دی، تر دې دمه يې د نومونو په اړه معلومات نه دي نشر شوی.
هېره دې نه وي چې د (IPL)بولۍ ته نومليکنه پرون پاى ته رسېدلې ده او د فبرورۍ په ١٨مه نېټه به د بولۍ مراسم ٣ بجې په چيناى کې پیل شي دغه مراسمو ته ډېر خلک په تمه دي او هر وګړی پو ځانګړي ډول د مجیب بولي ته په تمه دي او هڅه کوي چې ټول وګړي ېې اوګوري.پيل شي