سیمه ییز خبرونه
رجحان

منظور پښتین: طالبان د پي ټي ایم په فیسبوکي ملاتړ هم افغانان زنداني کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، طالبان هغه افغانان زنداني کوي چې د پي ټي ایم فیسبوکي ملاتړ کوي

د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت په دوره کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو حتی په شمالي سیمو کې د پي ټي ایم یا د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلوۍ لاریونونه، پرلت او نور حرکتونه موجود وو، خو د طالبانو په بیا واک ته رسېدو دغه حرکتونه ودرول شول او ددې برخې مبارزین دستګیر او زندانونو ته ولېږدول شول.

تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم څخه ګیله وکړه، چې ان د دغه غورځنګ فیسبوکي ملاتړ کوونکي هم بندیانوي.

د فلسطین خواخوږي او پښتانه

هغه په یوه تازه مرکه کې وویل، طالبان د فلسطین د مسلمانانو د خواخوږۍ لپاره اعتراضونو ته اجازه ورکوي، خو  د پاکستان له ظلم سره د مخامخو پښتنو ملاتړ ته څوک نه پریږدي.

د ده په وینا، له کله نه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، له هغې وخته په افغانستان کې د دوی ملاتړ منع شوی او څوک لږ ترلږه د دوی په ملاتړ د څه لیکلو اجازه هم نه لري.

ښاغلي پښتین له فلسطیني مسلمانانو څخه ملاتړ وستایه، خو ویې ویل چې پښتانه خو یو وینه او وجود دي، هم د اسلام او هم یوې وینې او وجود لپاره ورڅخه اخلاقي ملاتړ ته باید خلک پرېښودل شي.

طالبانو د ښاغلي پښتین څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ګیله وزیر شهادت او د طالبانو چلند

څه موده مخکې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونوکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي ګیله من وزیر له شهادت وروسته د هغه د غیابي جنازې د فعالانو د نیول کیدو خبرونه ورکړل شوي وو.

پر دې سربېره، په ننګرهار او خوست ولایتونو کې هغه موټر او رکشا چلوونکي هم وهل شوي وو، چې د شهید ګیله من وزیر انځورونه یې په خپلو وسایطو کې نصب کړي وو. 

کارپوهان بیا وايي، طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر له حرکتونو ویره لري، له همدې امله هڅه کوي چې دا ډول حرکتونه په شدت سره وځپي.

د طالبانو ملاتړي دوی په دې برخه کې د پاکستان په لاسپوڅي توب تورنوي، خو طالبان دا تورونه بې اساسه ګڼي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په لره پښتونخوا کې پر پښتنو د پاکستاني ریاست د ظلمونو په مقابل کې راپورته شوي او د هغه انساني او بشري حقونه غواړي. 

  

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button