لوبې

اجي جدیجا د ملي لوبډلې مشاور روزونکی او یاده لوبډله له سریلنکا سره تمریناتي لوبه کوي

نن د افغانستان ملي لوبډله له سریلنکا سره یو ورځینۍ لوبه لري او اجي جدیجا به یې مشاور روزونکی وي

ټاکلې دا لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې یوه بجه د هند د اسام د ګواهاټي‌ ښار په لوبغالي‌ کې پیل شي.‌ دا د راتلونکي‌ نړیوال جام سیالیو ته چمتووالي لپاره د افغانستان دویمه لوبه ده.‌

د افغانستان لومړۍ تمریناتي‌ لوبه د سپتمبر په ۲۹مه له سویلي افریقا سره پلان شوې وه،‌ خو د باران له کبله ونه شوه.‌

شري لنکا بیا خپله لومړنۍ تمریناتي‌ لوبه په اوو ویکټو بنګله دېش ته بایللې ده.‌

نړیوال جام کې شاملې لوبډلې

ټاکلې چې د نړیوال جام رسمي لوبې راتلونکې پنجشنبه (د کتوبر پر ۵مه) د انګلنډ او نیوزیلنډ‌ ترمنځ په سیالۍ پيل شي.‌

سږکال د یو ورځنيو لوبو په نړیوال جام کې ټولټال لس لوبډلې برخه لري.‌

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله هند ته وخوځېده

افغانستان به د سږ نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه راتلونکې شنبه “د اکتوبر پر اوومه” له بنګله دېش سره په دهرم‌شاله ښار کې وکړي.‌

د افغانستان کرېکټ‌ بورډ‌ او د ملي لوبډلې غړي وايي،‌ چې د نړیوال جام سیالیو ته یې ښه چمتووالی نیولی دی.‌

د یادونې ده چې د افغان د کرېکټ‌ الف لوبډله هم سبا چارشنبه په چین کې د اسیايي‌ لوبو په لړ کې له شري لنکا سره لوبه لري.‌

افغان کرېکټ بورډ د ګلبدین نایب په مشرۍ خپلې دې لوبډلې ته د ‘افغان ابدالیان لوبډلې’ نوم ورکړی دی.

د جا دیجا ټاکنه او د ملي ټیم ښه کېدنه

په دې لوبډله کې د پام وړ خبره دا ده چې له اوږدې مودې وروسته پکې نورعلي ځدراڼ او شهزاد محمدي ته هم په اصلي سکواډ کې ځای ورکړ شوی دی.

د افغانستان کرېکټ‌ بورډ پرون دوشنبه وویل چې د هند یو پخوانی مخکښ الراونډر ‘اجی جډېجا’ یې د را روان نړیوال جام لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه ټاکلی دی.

نور ولولئ: افغان لوبډله د کرکټ له اسیا کپ سیالیو بهر شوه

ښاغلي جدیجا له ۱۹۹۲ کال نه تر ۲۰۰۰م کاله پورې د هند په ملي لوبډله کې لوبېدلی او اوس ډېر وخت له نړیوالو تلوېزیونونو سره پر لوبو تبصرې کوي.

هغه په دې موده کې هند لپاره ۱۵ ټېسټ او ۱۹۶ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړې.‌

د نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي‌او د هغه اهمیت په دې کې دی،‌ چې د هند له اب وهوا او پیچونو سره ډېر بلد دی.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button