نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه: مېلیونونه افغانان په بشرپاله مرستو متکي دي

د مدني خوندیتوب او بشري چارو لپاره د اروپايي ټولنې اداره وايي، په مېلیونونو افغانان د ژمي له رارسېدو سره په بشرپاله مرستو متکي دي. دې ادارې په یوه راپور کې لیکلي، اوس‌مهال په افغانستان کې له شپږ میلیونو ډېر خلک د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

 د اروپايي ټولنې د بشري مرستو او د مدني چارو د ساتنې بنسټ د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د بې مخینې اقتصادي ستونزو، د زلزلې او سېلابونو په ګډون د طبیعي پېښو له امله کورنیو په راروان ژمي کې د خپلو اړتیا وړ ډېر کم توکي برابر کړي دي. د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې د خوراکي توکو بیې ختلي او د وچکالۍ او همداراز د تخمونو او کرنیزو وسایلو د پېرلو لپاره د پیسو د نشتوالي له امله کرنیز محصولات هم زیانمن شوي دي

اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي

د اقتصادي چارو کارپوه میر شکیب میر وايي: «له بده مرغه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د یوې هراړخیزې او ګټورې ستراتیژۍ او د روڼتیا د نشتوالي له امله نه‌دي توانیدلي چې د بې‌وزلۍ کچه راکمه او د افغانستان اقتصادي ستونزې په اساسي بڼه حل کړي. له دې سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په یوې خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت ډېر کړکېچن دی

نور یی ولوله | عجیبه پېښه : یو سړی د ریل مخې ته خیز کړ او بیا څه وشو؟

نور یی ولوله | امیرخان متقي: افغانستان به نور د زبرځواکو د سیالیو ډګر نه وي

نوموړی زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله کورنۍ اړې شوي چې، خپلې لوڼې له وخت مخکې واده کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي: «کله چې اقتصادي وضعیت سخت شي؛ نو د تاسو د کار حقوق د دې پر ځای چې زیات شي، راکمېږي. زه باوري نه یم چې، د افغانستان د شتمنیو له کنګل پاتې کېدو او د بانکي سیسټم له غیر فعال والي سره به موږ په دې برخه او نورو برخو کې د پرمختګ شاهدان واوسو.

لوري اقتصاد وزارت

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل او همداراز هېوادوالو ته د کاري زمینې د برابرولو لپاره باید په هېواد کې د بنسټیزو پروژو چارې بېرته پیل شي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظری زیاتوي: «د بشردوستانه مرستو تر څنګ باید له افغانستان سره پراختیایي مرستې دوام ومومي. دویم د کار د پیدا کولو لپاره د لویو اقتصادي پروژو پیلول دي او درېیم د کوچنیو او منځنیو صنعتونو پیاوړتیا او پیل دی. دا کولی شي د اقتصادي ستونزو په کمولو کې اغېزناک ثابت شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «په لنډه موده کې اړتیا ده چې افغان حکومت له نړۍ سره په تعامل کې یو ځل بیا وتوانېږي چې د خیریه بنسټونو مرستې جلب کړي او زیربنایي سکټورونه او پراختیایي پروژې وکولای شي د هېواد په ګوټ-ګوټ کې دا پروژې پر مخ بوځي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button