نړیوال خبرونه

اروپایي ټولنې جمهور رئیس غني ته مبارکي ورکړه

ویل کيږي چې اروپایي ټولنه دیته سترګې په لار ده چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

یوه اعلامیې کې د افغانستان د انتخاباتو د کمیسونونو کار ستایل شوی. په اعلامیه کې ویل شوي ” اروپایي ټولنه د انتخاباتو د نظم ادارې ستایي چې د ننګونو باوجود یې خپل کار وکړ.”

دغه اروپایي چارواکي همدرانګه ویلي چې اروپایي اتحادیې تل په افغانستان کې د اساسي او اداري کاري چوکاټونو ملاتړ کړی دی.

جوسیپ بوریل همدرانګه د جمهور رئیس محمد اشرف غني دا ژمنه هم وستایله چې وایي داسې یو حکومت به جوړوي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شي او د ټولو خواو استازي پکې شامل وي.

دغه اروپایي چارواکي ټینګار کړی چې تر دې وروسته مهم اقدام باید د ټول شموله سولې پروسې د ملاتړ لپاره د یووالي یقیني کول وي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د سولې دا فرصت باید د لاسه ورنکړل شي او پکې زیاته شوې چې “اروپایي ټولنه د سولې د پروسې ملاتړ ته چمتو ده.”

د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې د د اروپایي ټولنې جګپوړي استازي، جوسیپ بوریل همدارنګه ویلي اروپایي ټولنه په افغانستان کې په اوږ مهال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ کوي چې د قانون حاکمیت لا قوي شي چې دا د ټول افغان ولس اساسي حق دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د جمهوري ریاست د انتخاباتو د وروستۍ نتیجې د اعلان په هکله په اعلامیه کې چې د احتیاط نه پکې کار اخیستل شوی ویلي چې ” د نوي حکومت هرکلی کوي او چمتو دي چې ګډ کار ورسره وکړي.”

د یوناما په اعلامیې کې ویل شوي ” د کاندیدانو او د هغوي د پلویانو د اندیښنو نه خبر یو.” په اعلامیې کې همدرارنګه ویل شوي چې ملګري ملتونه به د ټولو سیاسي ګوندونو په شمول د افغانستان د ادارو ملاتړ ته دوام ورکړي او دکاندیدانو د غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره د انتخاباتو د تنظیم ادارو ته بې پرې او تخصصي سلا مشورې ورکوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button