نړیوال خبرونه

ارين يون:د ننګرهار ولایت لپاره والي په ډېرو پیسو ټاکل کيږي

ارين يون:د ننګرهار ولایت لپاره والي په ډېرو پیسو ټاکل کيږي پارلمان کې د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون ویلي، چې د ننګرهار ولايت د والي پوست بولۍ ته ورکړل شوى دى که هر څوک ډېرې پیسې ولري نو هماغه کس به د ننګرهار والي شي،

هغې په خپله فېسبوکپاڼه پوسټ کړۍ او لیکلي ېې دي، چې هر څوک چې بيا د ننګرهار والي شي، نو دا پېسې به د ننګرهار د خلکو د ستوني څخه راوباسي . هغه وايي چې ننګرهار د مافيا په منګولو کې پټ دۍ د دغه ولایت د خلکو استازې ارين يون په خپل فېسبوک کې ليکلي جلال اباد د مافيا په منګولو کې دی . يوه مياشت وشوه چې ننګرهار ولايت والي نه لري، د ننګرهار د ولايت پوست بولي ته ورکړل شوى دى، هر هغه کس چې ډېرې پېسې ورکړي، دا چوکۍ به ګټي او والي صاحب به بيا دا مصرف شوې پېسې بېرته د ننګرهار د خلکو د ستوني نه راوباسي کم ټول ملت لپاره شر ک خبره ده،

يون په هغه خلکو هم نيوکې کړې دي، چې په ننګرهار کې واليانو ته تقدير نامې ورکولې ارین یون همدا رنګه ليکلي دي او يو تعداد ملکان، وکيلان او مدنيان به ورته تقدير نامې ورکوي خو بل خوا ډېر پاک او مخلص خلک شته چې د ننګرهار د ولايت لپاره د والي په صفت راشي خو دوى بيا پېسې نه لري نو ننګرهاريان به څو کوي، امنيت ورځ تر بلې خرابېږي او دا حالت د مافيا د تغذيې لپاره ډېر مساعد حالت دى.

د يادولو وړ ده چې شاوخوا يوه مياشت کېږي چې د ننګرهار مخکېنى والي شاه محمود مياخېل د ولايت له دندې ليرې شوى او هغه په دفاع وزارت کې دنده پيل کړې ده، خو لا هم ننګرهار ولايت ته هېڅ والي نه دى ټاکل شوى.

څه موده کيږي چې ولسمشر غني يو شمېر ولايتونو ته نوي واليان وګمارل ، خو ننګرهار ولايت بيا د دغه ولايت د مرستيال والي له لوري اداره کېږي، چې هغه يې سرپرست ټاکل شوى دى.او لا هم دغه ولایت والي نه لري بازې نومونه ورته خوښ شوي وو خو لا هم ورته کوم نوم ندۍ وروستۍ شوۍ اوښايي دغه ولایت لپاره یو پوه سړۍ ډېر ژر معریفي شي،

د یادونې وړ ده چې پرون د یکشنبې ماښام د ننګرهار پر محبس باندې برید وشو یو شوا روز ېې دوام وکړ او یو څو شېبې وړاندې دغه برید پاۍ ته ورسېده په سوشل ميډیا کې د دغه برید په اړه عام وګړي مختلف پوسټونه کوي او وايي چې یو لامل ېې د ولایت لپاره والي نشتوالۍ هم دۍ او که ولایت کې والي واۍ نو اوس به دغه برید نه وۍ ترسره شوۍ دوي په دولت نیوکي کوي چې ولې ېې تر اوسه پورې ننګرهار لپاره والي ندۍ ټاکلۍ،

بلخوا بیا د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي د ننګرهار ولایت پر محبس د ترهګرو برید د پنځو بریدکوونکو په وژل کېدو او د دریو په نیول کېدو پایته رسیدلی دی. دوی زیاتوي د ننګرهار محبس د افغان ځواکونو تر بشپړ کنترول لاندې دی دغه چارواکي زیاتوي په سیمه کې چاڼیز عملیات لا هم دوام لري،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button