نړیوال خبرونه

ارګ: د قطر امیر ویلي طالبان دې افغان دولت د افغان ملت استازي په توګه ومني

د افغان ولسمشر دفتر وايي د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تیلیفوني خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې هېواد یې د افغان سولې په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د ارګ د وینا پاڼې له مخې د قطر امیر ویلي چې طالبانو سره یې لیدلي او دا یې ورته په ډاګه کړې چې افغانستان اوس د شل کاله وړاندې افغانستان نه دی او نوي واقعیتونه رامنځته شوي. وینا پاڼه زیاتوي د قطر امیر طالبانو ته ویلي چې له نویو واقعیتونو یو دا دی چې “اوس په افغانستان کې یو مشروع ټاکل شوی حکومت دی او طالبان باید دا ومني افغان حکومت د خپل ملت استازولي کوي. “

ارګ وايي چې د قطر امیر په دې تیلیفوني خبرو کې د طالبانو غوښتنو ته هم اشاره وکړه چې د سولې خبرو پرمهال به پرې خبرې وشي.

قطر د تېر شاوخوا یو نیم کال په موده کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه و. د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شوه.

همدا اوس د افغان حکومت یو پلاوی په قطر کې دی چې د مقدماتي تماس پلاوی نومول شوی. خو طالبان وایي چې له دې بشپړ پلاوی سره نه ګوري او یوازې د بندیانو د تبادلې په اړه به د پلاوي له اړوند غړي سره خبرې کوي.

بلخوا په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین دا هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې،‌دوی له امریکا سره د شوې هوکړې ټولې برخې له پلان سره سم یو په بل پسې عملي کوي چې د جګړې د شدت مخه ونیول شي

.په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهیل پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، مقابل لوری دې هم د هوکړې ټولو برخو عملي کولو کې خنډونه له منځه یوسي، تر څو سرتاسري سولې ته لاره هواره او افغان ولس له خپلو اساسي حقونو برخمن شي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button