نړیوال خبرونه – د نړۍ له کنجونو مهمې پیښې او رپوټونه

اسرائیلو ته د بریتانیا ګواښ

اړوند خبرونه:

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی

اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو

په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د برتانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر اسراییلو ته خبرداری ورکړی، چې که لندن د فلسطین په اړه خپلې پالیسۍ بدلې نه کړي نو لندن به د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې یو فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

د برتانیا په پارلمان کې د خبرو پر مهال ښاغلي سټارمر وویل، چې لندن د دوه ګوني دولت د حل لارې د بیا راژوندي کولو په لټه کې دی او اسراییل باید معنی لرونکي ګامونه لکه په غزه کې د اوربند موافقه، د بشري مرستو اجازه ورکول او د لویدیځې غاړې د الحاق بندول پورته کړي.

هغه په حماس هم غږ وکړ چې یرغمل شوي کسان خوشې کړي او بې وسلې کړي. د بشري حقونو ډلو لخوا د دې اقدام هرکلی شوی خو د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت دا “د حماس پر وړاندې غچ” بللی دی.

د راپورونو له مخې د برتانیا پر صدراعظم فشار هم له دننه څخه زیات شوی دی؛ د کارګر ګوند په ګډون د نهو ګوندونو له ۲۲۰ څخه زیاتو استازو یو لیک لاسلیک کړی چې د فلسطین د سمدستي پیژندلو غوښتنه کوي.

د پارلمان غړي په دې باور دي چې دا اقدام به د سولې لپاره یو قوي پیغام واستوي. دا په داسې حال کې راځي چې فرانسې هم اعلان کړی چې په سپتمبر کې به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

دا هم ولولئ:  د ټرمپ ۲۰ نکاتي پلان | سپړنه: علي خان

کی‌یر سټارمر، په غزه کې بشري ناورین ته په اشارې سره، چیرې چې له ۶۰۰زره څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي، دا پریکړه په نړیوال سټېج کې د انګلستان د اخلاقي اعتبار د بېرته راګرځولو په لور یو ګام وباله.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button