نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییلو پر غزه اوبه بندې کړي دي

کله چې اسراییلو پر غزه اوبه بندې کړې، نو خلک د ناپاکو اوبو څښلو ته مجبور شوي دي

اسراییلو پر فلسطینیانو اوبه بندې کړي او خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې دا کار یو بشري ناورین ته لار برابروي.

د اسراییل له لوري د اوبو بهیر له بندولو وروسته، د فلسطین د کډوالو ادارې ویاند خبرداری ورکړ چې «غزه د وچېدو په حال کې ده»

نور ولولئ: طالبانو یوه اعلامیه کې پر فلسطین د اسراییلو برید وحشت بللی

هغه وویل چې د غزې شاوخوا نیم میلیون اوسېدونکي د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو کې د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د ناپاکو او مالګینو اوبو څښلو ته اړ شوي

د اوبو بېرته رسېدو ادعا

اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) لیکلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي چې، د غزې سویلي سیمو ته اوبه بېرته رسېدلي، خو د اسراییل د انرژۍ او اوبو د وزارت ویاند وايي چې اوبه یوازې د سویلي غزې په یوې سیمه کې بهیږي.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې وضعیت څنګه دی؟

په غزه کې مرستندویه کارکوونکو هم ویلي دي چې تر اوسه یې د اوبو د بېرته راګرځېدو شواهد نه دي لیدلي.

د حماس د بریدونو په غبرګون کې اسرايیل غزې ته د اوبو، خوراکي توکو، درملو او برېښنا بهیر پرې کړی، چې ځینو بیا دا کړنه د غزې خلکو ته د سزا په توګه یاده کړې او دا د نړیوالو قوانینو له مخې جرم بللی.

د ملګرو ملتونو ښوونځیو ته پناه وړل

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د کډوالو ادارې ویاندې ژولیت ټوما وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې زیات شمېر خلکو د ملګرو ملتونو ښوونځیو ته پناه وړې ده، خو دلته هم «پاکې اوبه په رښتیا ختمې شوې دي.»

په غزه کې، کورنیو د خپلو شته اوبو سرچینې ډنډ کړې او ډېری یې د ناپاکو یا د مالګینو اوبو څښلو ته اړ شوي دي.

د اسوشیېټیډ پرېس د راپور پر بنسټ، ډېری خلک اړ شوي چې د ناپاکو سیندونو او څاه ګانو له اوبو څخه کار واخلي او د اوبو د کمښت د ګواښ او د ککړو اوبو له امله ناروغۍ به د مړینې احتمال زیات کړي.

د خان یونس په ښار کې خلک جوماتونو ته ورغلي، ځکه چې د پاکو اوبو سرچینې لا هم شته.

د یادونې وړ ده چې غزه کې د اسراییلو د بمباریو له امله ګڼ بې ګناه کسان وژل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button