نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اسراییلي چارواکي وايي، غزه کې یرغمل کسان به له جمعې ورځې مخکې خوشي نه شي

اسراییلي چارواکي وايي چې حماس تر جمعې مخکې یرغمل کړي اسراییلیان نه خوشي کوي

د یرغمل اسراییلیانو خبرې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د حماس او اسراییلو تر منځ پر موقت اوربند هوکړه شوي ده.

یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي ویلي، هغه اسرائیلیان به له جمعې ورځې مخکې خوشي نه شي چې غزې ته د یرغمل په توګه بیول شوي دي. مخکې داسې تمه کېده چې د پنجشنبې پر ورځ به د غزې جګړه کې یوه وقفه راشي، خو د اسرائیل حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، اوس دا اورتم هم ځنډول شوی دی.

نور ولولئ: اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو ځواکونه الشفا روغتون ته ننوتل

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه؛ اسراییلو غزې ته هره ورځ د دوو ټانکرو تېلو د ننوتو اجازه ورکړه

د اسرائیل ملي امنیت شورا مشر تزاچي هانګبي وویل، د حماس له لوري یرغمل شوي اسرائیلیان به له جمعې ورځې مخکې خوشي نه شي. نوموړي په هغه اعلامیه کې چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو له دفتره خپره شوې زیاته کړې ده: ”زموږ د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو لپاره مذاکرات پرمخ ځي او پرلپسې روان دي. ”

د ځینې یرغمل کسانو د خوشي کېدو احتمالي ورځ پنجشنبه وه

له دې مخکې د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې تمه کېږي لومړنی خوشی شوی یرغمل کس به پر پنجنشبه ستون شي.

په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین وايي، هلته د دې خنډ رامنځته کېدو په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږي. ځینې وايي، لامل یې دا دی چې حماس د اورتم هوکړه نه ده تائید کړې، خو ځینې نور بیا وايي، حماس تر اوسه اسرائیل ته د هغو کسانو لیست تر اوسه نه ورکړی، چې د تبادلې پر لومړۍ ورځ به خوشي کېږي او دا میکانیزم د هوکړې یوه برخه بلل کېږي.

د اسرائیل حکومت یوې سرچینې نیم ساعت مخکې راته وویل چې دوی فکر کوي دا کوچنۍ ستونزه ده چې باید هواره شي او تر پنجشنبې پورې به هواره شي. که موضوع همدا وي، نو فکر کېږي چې د جمعې تر ورځې به مسائل پر سم لوري روان شي.

د خوشي کېدو پلان شوي هوکړه

د پلان شوې هوکړې له مخې به د حماس له لوري ۵۰ یرغمل اسرائیلیان خوشي کېږي او په ورته مهال به له اسرائیلي زندانونو ۱۵۰ فلسطینیان چې ښځې او ځوانان پکې شامل دي، خوشي شي.

په ورته مهال په غزه کې د اسرائیل ځمکني او هوايي پوځي عملیات روان دي او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو پر حماس د ‘غوڅ بري ‘ موندلو ژمنه کړې.

اسرائیلي ځواکونو له هغه وروسته پر غزه بریدونه پیل کړل، چې د اکتوبر پر اوومه حماس وسله وال اسرائیل ته ننوتل، په بېلابېلو بریدونو کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یې د یرغمل په توګه له ځان سره ولېږدول.

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چې حماس یې چارې کنټرولوي وايي، د ۵۰۰۰ ماشومانو په ګډون د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې تر اوسه له ۱۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې زیات ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button