سیمه ییز خبرونه

اسلام اباد: د پاکستان په خیبر پښتوخوا کې پر چینایانو ځانمرګی برید له افغانستانه طرح شوی و

اسلام اباد وايي، چې پاکستان کې وروستی ځانمرګی برید په افغانستان کې طرح او افغاني کړی دی

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز ویلي، چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې پر چینايي وګړو د شوې چاودنې بریدګر افغان و.

دغه مرکز ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه برید په تړاو ۱۰ کسان نیولي، چې ټول د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

طالبانو بیا دا ډول تورونه تل رد کړي

څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، پاکستان کې روان کړکېچ په افغانستان کې د طالبانو په رژیم پورې هېڅ تړاو نه لري، او داد پاکستان خپله داخلي موضوع ده.

پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

پر چینايي وګړو برید د پاکستاني چارواکو غوسه راپارولې او د دغه هېواد چارواکو ګواښ کړی چې د دغه برید له مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ کوونکو به غچ واخلي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

نور ولولئ: په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي

نور ولولئ: سرچینې: په تېرو څو ورځو کې پاکستان کې ۵ بریدونو ۱۸ کسان وژلي

د وري میاشتې په اتمه نېټه د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینايي انجینران له خپل پاکستاني موټر چلوونکي سره ووژل شول.

له دغه برید وروسته چینايي شرکتونو د دیامیر او داسو بندونو کار د لنډ وخت لپاره بند کړ. د دغو بندونو د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې شاوخوا زرو چینايي انجنیرانو په دغو بندونو کار کاوه.

پاکستان کې د چین پانګونه

چين تر اوسه پورې د پاکستان په بنسټيزو تاسيساتو کې د يو سړک او يو کمربند د يوې لويې پروژې په توګه له ۶۵ میليارډو ډالرو څخه زياته پانګونه کړې ده.

تر دې مخکې هم د داسو بند پر چینايي انجینرانو د ترهګرو لخوا برید شوی و.

په ۲۰۲۱ کال کې، د نهو چینایي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان په داسو بند کې د «ترهګریز برید»په پایله کې ووژل شول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button