Uncategorized

اسلام اباد کې د روسیې سفیر: د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو مبارزه بسنه نه کوي

اړوند خبرونه:

د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه

پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده

طالبانو څو ځله د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د خوندي والي ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې د داعش او نورو ډلو پر وړاندې ګډه مبارزه مهمه ده.

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت پي خوروف د یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې د افغانستان د سرپرست حکومت هڅې د ترهګرو پر وړاندې ناکافي بللې دي.

په پاکستان کې د روسیې سفیر د پاکستان، افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی، څو د وسله والو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وشي.

اکسپریس ټریبیون په اسلام‌اباد کې د روسیې د سفیر د څرګندونو په اړه په خپل راپور کې لیکلي: «د سیمې د امنیت په اړه، البرت پي خوروف ومنله چې د افغانستان هڅې د ترهګرۍ پر وړاندې ناکافي دي، خو دا یې د اقتصادي ستونزو او په دې هېواد کې د حاکم امنیتي وضعیت پورې تړلې ګڼلې دي. هغه داعش د روسیې د ملي او سیمه‌ییز امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی او زیاته کړې یې ده چې مسکو حالات له نږدې څاري او له سیمه‌ییزو شریکانو سره د څلور اړخیز چوکاټ په ترڅ کې د ترهګرۍ پر وړاندې همکاري کوي.»

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې څخه وه چې د لومړي ځل لپاره یې د طالبانو نومونه د مسکو د بندیزونو له لېست څخه د ایستلو خبر ورکړی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button