بدخشان ته د طالبانو نوی والي؛ رسمي غونډه کې ور وپېژندل شو

بدخشان ته د طالبانو نوی والي مولوي رحمتالله نجیب د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي شو او په رسمي توګه یې خپله نوې دنده پیل کړه.
بدخشان ته د طالبانو نوی والي مولوي رحمتالله نجیب د طالبانو د مشر د حکم له مخې ټاکل شوی او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې یې خپله دنده پیل کړې ده.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، بدخشان ته د طالبانو نوی والي د کورنیو چارو وزارت د استازي په حضور کې د دغه ولایت د نوي مسوول په توګه معرفي شو.
د معرفۍ په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب د مولوي رحمتالله نجیب د ټاکنې حکم ولوست او هغه یې په رسمي توګه د بدخشان د والي په توګه وروپېژاند.
د امنیت او خلکو د حقونو پر رعایت ټینګار
په همدې مناسبت، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د بدخشان د امنیت پر ټینګښت، خلکو ته د خوندي کاري او اقتصادي چاپېریال پر برابرولو او د خلکو د حقونو پر رعایت ټینګار کړی دی.
د نوموړي په وینا، سیمهییز مسوولین باید د خلکو ستونزو ته پام وکړي او د ورورولۍ او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
چارواکي وایي، بدخشان ته د طالبانو نوی والي به د ولایت د چارو د تنظیم ترڅنګ د امنیت، ټولنیزو او اقتصادي مسایلو په برخه کې هم مسوولیت ولري.
نوی والي: د خلکو خدمت ته ژمن یم
مولوي رحمتالله نجیب د خپلې نوې دندې د پیل پر مهال دا مسوولیت دروند بللی او ویلي یې دي چې د بدخشان د خلکو خدمت به یې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
بدخشان ته د طالبانو نوی والي له ملکي او نظامي مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو غوښتي چې د ولایت د خلکو د خدمت او د چارو د ښه والي لپاره ورسره همکاري وکړي.
نوموړي ویلي چې د بدخشان جغرافیایي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ورته معلومې دي او هڅه به وکړي چې د خلکو د هوساینې او د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.



