اسماعیل خان : د جمعیت ګوند په نوم تر سره شوې ټاکنې جعلې وې
اسماعیل خان : د جمعیت ګوند په نوم تر سره شوې ټاکنې جعلې وې د هرات پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند درهبري شورا غړی ښاغلی محمداسماعیل خان ویلي چې ددې ګوند په وروستۍ کنګره کې د مشر ټاکلو لپاره ترسره شوې ټاکنې په بشپړه توګه جعلي وې او هیڅ مشروعیت ېې نه درلوده.
ښاغلي اسماعیل خان دا خبره تیره ورځ په هرات کې یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند داخلي اختلافاتو کې دی بې پرې پاتې کیږي او د هیڅ لوري پلوي نه کوي.د تیرې پنجشنبې په ورځ د مسکو ترویکا پلس غونډې سره همهاله په کابل کې د عطاء محمد نور د پلویانو لخوا د جمعیت اسلامي ګوند کنګره راغوښتل شوې وه او په ترڅ کې یې د ګوند د مشر ټاکنې هم ترسره شوې، چې عطاء نور په کې په غوڅ اکثریت د جمعیت ریس ټاکل شوی وو.
د ښاغلي صلاح الدین رباني او احمدضیاء مسعود لخوا د عطاء نور ټاکل کېدل غیر قانوني او سپینې کودتا ته ورته عمل بلل شوی خو اسماعیل خان بیا په دغه شخړه کې خپله بې طرفي اعلان کړې ده.اسماعیل خان دغه راز د عطاء نور او صلاح الدین رباني لخوا د جمعیت اسلامي د نوو څانګو د جوړېدو خبره هم کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د افغان سولې په تړاو د استانبول له ناستې وروسته به د جمعیت اسلامي له رهبري اعضاوو سره په ګډه په دې اړه یو تصمیم ونیسي.په ورته وخت یو شمېر سرچینې خبر ورکوي چې اسماعیل هم غواړي د جمعیت اسلامي په نوم یو مستقل ګوند جوړ کړي؛ خو دا خبره په رسمي توګه نه ده شوې.
دا په داسې وخت کې ده چې په دې وروستیو کې د جمعیت اسلامي د ګوند د مشرانو ترمنځ اختلافات زیات شوي، د کومې له امله چې یاد ګوند د سولې پروسه کې هم څنډې ته وهل شوی دی.او هيڅ ډوی سهم پکې ندی ورکړل شوی.ځکه اوسمهال د دې وحت دی چې باید ګوندونو ته په سولې خبرو کې ونډه ورکړل شوی وی.