لوبې

اسیا جام سیالیو کې د افغانستان هاکي لوبډلې پرله‌پسې ماتې

اسیا جام سیالیو کې د افغانستان هاکي ملي لوبډلې په خپله دریمه او څلورمه لوبه کې پرله‌پسې ماته وخوړه

د افغانستان هاکي ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې او نړۍوال جام ته د لار موندنې لپاره، په خپلې دویمې او درېیمې لوبې کې هم ماتې وخوړه.

افغانستان په درېیمه لوبه کې ۲-۱۲ د ایران په وړاندې او څلورمه لوبه کې ۲-۱۴ د اندونیزیا پر وړاندې ماتې وخوړه.

دغه لوبې چېرته وې؟

د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې ډله‌ییزې سیالۍ د عمان په صلاصې کې پای ته ورسېدې، دغې لوبډلې څلور لوبې وکړې او ټولې یې وبایللې، چې د امتیاز په نه درلودو د نوملړ په پای کې یانې پنځم مقام یې خپل کړ.

افغانستان خپلې ټولې څلور لوبې هانګ کانګ، قزاقستان، ایران او اندونیزیا ته وبایللې.

افغانستان په دغو څلورو سیالیو کې، څوارلس ګولونه وهلي، ۵۷ ګوله یې خوړلي او د منفي ۴۳ ګولونو په توپیر په نوملړ کې یې وروستی ځای خپل کړ.

نور ولولئ: افغان لوبډلې د ۱۷ کلنو کافا سیالۍ جام کې دویم مقام خپل کړ

په دغو سیالیو کې ایران په خپلو څلور لوبو کې څلور واړه ګټلي او د ۱۲ امتیازونو په لرلو لومړی مقام، قزاقستان په نهو امتیازونو دویم، اندونیزیا په شپږو امتیازونو درېیم او هانګ کانګ او افغانستان څلورم او پنځم مقامونه خپل کړي دي.

افغانستان په نورو لوبو کې هم ښه ځلېدلی دی

د فوټبال تر څنګ افغانستان د کرکټ په برخه کې هم خورا ښې لاسته راوړنې لري او دوی څو ورځې وړاندې د پاکستان پر وړاندې ډېره مسلکي او ښه لوبه وکړه، خو دا لوبې پاکستان ترې وګټلې.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ددې زمینه نه ده مساعده چې د لوبغاړو فکرونه ارام اوسي او په ارامۍ سره د خپلو مبارزو او حریف په ماتولو کې له ټول تمرکز کار واخلي، خو له دې ټولو ستونزو سره سره بیا هم دوی وکولی شول چې له دومره سخت حالت باوجود ګڼې لاسته راوړنې ولري.

له دې وړاندې د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله کابل ته راستانه شوه او د برونزو مډال یې افغانانو ته خپل کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button