سپورټ

اسیا جام کې د هند بریالۍ لوبډله نن له بنګله دیش سره لوبېږي

اړوند خبر:

کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!

ټاکل شوې ده چې اسیا جام شل‌ اوریزو سیالیو په لړ کې به، نن د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي. که دغه لوبه بنګله دېش وګټي. د پاکستان لپاره به د مخکې تګ چانسونه لږ څه ټکني شي.

د ۲۰۲۵ اسیا جام شل‌ اوریزو سیالیو په لړ کې، نن (چهارشنبه، د تلې ۲مه) د هند او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیل شي.

که دغه لوبه بنګله دېش وګټي. د پاکستان لپاره به د مخکې تګ چانسونه لږ څه ټکني شي، ځکه پاکستان به بیا هرومرو خپله بله لوبه ګټي تر څو بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

پاکستان تېر شپه په ابوظبي کې سریلانکا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او دا هیله یې بیا راژوندۍ شوه چې ممکن د اسیایي جام پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

د پاکستان لوبډلې توپوهونکي فرهان هم ویلي چې د دوی لوبډله ګمان کوي چې هند سره به په پایلوبه کې بیا مخامخ کېږي.

د اسیا جام سیالیو په لړ کې، نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه هند له پاکستان څخه لوبه ګټلي او بنګله دېش له سریلانکا څخه لوبه ګټلي او د دغې لوبې ګټونکې لوبډله به بل پړاو ته لاره پیدا کوي.

د ۲۰۵ کال اسیا جام سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب د روانې سپټمبر میاشتې ۹مه په متحده عربي اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوي او د همدې میاشتې په ۲۸مه به دوام وکړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button