اشرف غني:افغان حکومت سقوط نه کوي
اشرف غني:افغان حکومت سقوط نه کوي۔د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس پخپله يوه تازه مرکه کې د افغانستان د حکومت سقوط لرې خبره بللې ده او ويلي يې دي چې حکومت په داسې يو حالت کې نه دی چې څوک یې دې د سقوط په طرف بوزي.
داسې وخت کې چې په قطر کې د سولې او روغې جوړې خبرې په ټپه ولاړې دي افغاندولت د طالبانو د بريا تعبير بې ځايه بولي او وايي چې همدا شېبه په عملي ميدان کې ټوله جګړه دوی کوي او ان که بهرني ځواکونه ولاړ هم شي طالبان حکومت نشي سقوط کولۍ. ښاغلي غني په داسې حال کې د حکومت د سقوط احتمال لرې بولي چې تېر کال يې د یوه امریکايۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و چې که امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي حکومت شپږ مياشتې هم دوام نشي کولای.
بلخوا سیاسیون وايي د افغان حکومت دا په ځان ډاډه خبرې ځکه په زياتېدو دي چې د نړيوالو ملګرو همکاري ورسره په ډېرېدو ده او اشرف غني دا حس کوي چې اوس یې نو نړيوال د طالبانو سره هېڅکله يوازې نه پرېږدي.د حالاتو څارونکي وايي چې اوس د افغان حکومت نړیوال ملګري د سولې په اړوند یوه طرفه دريځ نلري بلکې اوس ددوی دريځ داسې يو دريځ دی چې طالبانو ته واضح دا خبره کوي چې که سوله کېږي او جګړه کمېږي.
نو دوی به هم له افغانستان څخه وځي او که طالبان جګړه زباتوي نو چې څومره اړتیا وی بهرني هېوادونه به د افغانستان د حکومت پوځي او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.جمهور ریس غني پرون څرګندونو کې د موقت حکومت مسلې ته هم د پای ټکی کېښود او ویې ویل چې ترڅو دی ژوندی وي نو هېڅوک به د موقت حکومت مخ ونه ويني.دا دغه ډلې ته یو ښکاره پیغام و چې نه به ولسمشر غني استعفا وکړي نه به کوم مؤقت حکومت ومني،
که دويي روغه جوړه غواړي نو په حکومت کې ځای ورکول او په ټاکنيزو لارو ددوی د سياسي موخو تعقيبول هېڅ مشکل نلري.يوه ډله شننوکي بيا اوس هم په دې اند دي چې د امريکا نوی ولسمشر جوبایډن د افغانستان څخه خپلو سرتېرو ته ژمن دی خو غواړي دا سرتېري په داسې يو شکل وباسي چې افغان حکومت او طالبانو جوړه کړې وي او بيا دوي افغانستان پرېږدي.