اشرف غني: د خپل شتمنیوپه اړه حساب ورکولو ته چمتو یم

د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل تازه بیان کې د افغانستان له خلکو څخه د بښنې د غوښتلو سربیره، د ځان او د خپلې کورنۍ د مالي کارنامې دفاع کړېده.
ولسمشر غني چې د اګست په ۱۵ نیته له افغانستان څخه ووت او متحده عربي اماراتو ته ولاړ، د چهار شنبې په ورځ، اګست اته وږې ۱۷ د یوې بیانې په خپرولو سره هغه ادعاوي بې اساسه وبللې چې ویل کیږي هغه له افغانستان څخه یې د وتلو پرمهال په میلیونونو ډالره وړي دي. نوموړي وویل:” دا تورونه په بشپړ ډول درواغ دي.”
د هېواد مښکینی جمهور رئیس ویلي دي چې د ۱۹۹۰ لسیزې په شان د کوڅه په کوڅه جګړې او وینې تویدنې د مخنیوي په هدف له هیواد څخه وتلو ته اړ شو. ښاغلي غني په دې بیانه کې چې په خپله ټویټر پاڼه یې خپره کړې ویلي:”د کابل څخه وتل زما د ژوند تر ټولو سخته پریکړه وه، خو باور لرم چې دا د ټوپک د غږ د نه اوچتیدو، د کابل د محافظت او د شپږو میلیونو اتباعو د ساتل کیدو لپاره شوېده.

د روسیې د دولتي رسنۍ په ګډون یو شمیر رسنیو خبر ورکړی چې ښاغلي غني د جمهوري ریاست څخه د وتلو پرمهال ۱۶۹ میلیونه ډالر له ځانه سره وړي دي ، هغه ادعا چې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر هم تائید کړېده.
ښاغلي غني ویلي دي چې له افغانستان به په بیړني شکل د وتلو په اړه په نږدې راتلونکې کې مفصل جزیات ورکړي، خو نوموړي ویلي دي:” اوسمهال باید بې بنسټو ادعاوو ته رسیدګي وشي چې ویل کیږي ما د کابل څخه د وتلو پرمهال د افغانستان د خلکو په میلیونو ډالره وړي دي