نړیوال خبرونه

اشرف غني: طالبانو سره به په شرطونو مخې ته ځو

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي د سولې بحث یوملي بحث دی او په ګډه به دایمي سولې ته د رسېدو هڅې کوي.

ولسمشرغني پرون ماښام د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له والیانو سره د ویډیوکنفرانس د لارې د سولې وروستیو پرمختګونو په تړاو ویلي له طالبانوسره چې هره هوکړه لاس لیک کیږي په مشروط ډول به وي.

نوموړی وايي د شرطونو پربنسټ به له طالبانو سره مذکرات له یوې مرحلې بلې ته ځي او که دا ډله (طالبان) له جګړې لاس واخلي په شرطونو کې به هم بدلون راځي.

اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې نن په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقنامې په هوکړه لاسليک کېدل ټاکل شوي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې افغان دولت د داعش په ګډون له ټولو نورو ترهګرو ډلو سره هیڅ راز اوربند نه لري او په وینا یې طالبان باید له دې ډلو ځانونه جلا کړي.

د ولسمشری ماڼۍ دمطبوعاتي ادارې د معلوماتو له مخې په دې وډيوي کنفرانس کې اشرف غني ویلي طالبان باید له پاکستان سره داړیکولرلو، د خپلوامن پټن ځایونو او د جرمي اقتصاد په تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي.

محمد اشرف غني وویل (دافغانستان بهرنی سیاست روښانه دی،افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري او یوازې دایمي ګټې لري).

ولسمشرغني په سیمه کې وروستیو بدلونوته په اشارې وویل هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د خپل ستراتیژیک عمق وګرځوي.

نوموړي د افغاستان یو شمیر والیانو ته په خبرو کې ویلي دافغانستان ټول مسایل به په تدبیرسره حل کیږي او په خبره یې زه مونږ دریځ اساسي قانون،ولسواکۍ،ملي حاکمیت اودهیواد دخلکو د درناوي دریځ دی.

اشرف غني ویلي له نړۍ سره یې اړیکې مهمې دي،له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا متحدوایالتونواوناټو سره شوي ټول تړونونه پرځای دي او له نړیوالې ټولنې او امریکا سره دمشترکو ګټو پربنسټ ښې اړیکې لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button