لوبې خبرونه

اظهارالحق نوید د سیډني لوبډلې واخیست

اشنا الحق نويد

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره لوبډلې ورو توپ اچونکی اظهارالحق نوید هم په بیګ باش سیالیو کې د سیډني سکسرز لوبډلې لخوا واخیستل شو

افغان لوبغاړی اصیل حق نوید وټاکل شو

دا مهال د اسټرالیا بیګ باش سیالیو ته د ډرافټ یا لوبغاړو اخیستلو مراسم روان دي، چې د لومړي ځل لپاره ځوان افغان لوبغاړی اظهارالحق نوید ورته واخیستل شو. اظهارالحق نوید په دې اړه په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، الحمدالله ډېر خوشحاله یم چې د بیګ باش سیالیو کې د سیډني لوبډلې برخه یم

نور یی ولوله | سعید اجمل: افغان ورو بالران یا توپ اچونکي ډېر ښه شوي دي

نور یی ولوله | د مجیب الرحمان د تېرې او نوې لوبډلې په اړه پوسټونه

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د بیګ باش سیالیو ته د ډرافټ له لارې لوبغاړي اخیستل کېږي، چې راشد خان له خپلې لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز او مجیب الرحمن پکې د میلبورن رینګیډز لخوا اخیستل شوي دي

دغه لیګ ته ټولتال ۲۸ افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې ځیني افغان لوبغاړي چې په تېر پړاو کې له خپلو لوبډلو سره و، دا ځل هم لوبډلې کولی شي چې له ځان سره یې وساتي.باید یاده کړو چې افغان لوبغاړو دغه لیګ کې های پرفامنس وښودلی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button