اعلان شوې افغان لوبډلې ته غبرګونونه؛ د هند پر وړاندې د لوبډلې ټاکنې نیوکې راپارولي

د افغانستان کرکټ بورډ د هند پر وړاندې د راتلونکې یوازینۍ ټېسټ لوبې او درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړونه اعلان کړي، خو د دې اعلان شوې افغان لوبډلې ته غبرګونونه؛لوبډلو تر اعلان وروسته د کرکټ مینهوالو، شنونکو او پخوانیو لوبغاړو توند غبرګونونه راپارېدلي دي.
د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره اعلان شوې لوبډلې
د ټېسټ لوبې لپاره په اعلان شوې افغان لوبډله کې حشمتالله شهیدي د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او ترڅنګ یې عبدالمالک، رحمت شاه، رحمنالله ګربز، رحمنالله ځدراڼ، عظمتالله عمرزی، قیس احمد، شرفالدین اشرف، ننګیال خروټی، سلیم ساپی، ضیا شریفي، صدیق اتل، اکرام عليخېل او بلال سمیع شامل دي.
همداراز د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، حشمتالله شهیدي، رحمنالله ګربز، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، محمد نبي، راشد خان، عظمتالله عمرزی، اکرام عليخېل، ننګیال خروټی، غضنفر، فرید ملک، ضیا شریفي، بلال سمیع او رحمت شاه شامل شوي دي.
ټاکل شوې افغان لوبډله د جون په شپږمه نېټه له هند سره یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او وروسته به د جون له ۱۳مې تر ۲۰مې پورې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ هم وکړي. اعلان شوې افغان لوبډلې ته غبرګونونه
اعلان شوې افغان لوبډلې ته غبرګونونه زیات شوي
د لوبډلې تر اعلان وروسته پر خواله رسنیو ګڼو افغان کرکټ مینهوالو او پخوانیو لوبغاړو نیوکې کړې دي. ډېری نیوکې د ځینو مشهورو لوبغاړو د نه شاملېدو او د انتخاب پر تګلارې متمرکزې دي.
د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي هستيګل عابد په خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي چې د لوبغاړو په ټاکنه کې باید شفافیت موجود وي او د لوبډلې انتخاب یوازې د یوه یا دوو کسانو په خوښه ونه شي. اعلان شوې افغان لوبډلې ته غبرګونونه
همداراز کرکټ شنونکي ایمل پسرلي هم د ټېسټ لوبډلې په جوړښت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ځینو مهمو لوبغاړو نه شاملېدل د پوښتنې وړ دي. هغه په ځانګړي ډول د بهیر شاه او عصمت عالم یادونه کړې او ویلي یې دي چې دواړو په تېرو ټېسټ سیالیو کې ښه کارکردګي لرله. اعلان شوې افغان لوبډلې ته غبرګونونه
د کرکټ بورډ پر انتخابي تګلارې پوښتنې
اعلان شوې افغان لوبډلې ته غبرګونونه داسې مهال پراخ شوي چې په وروستیو کلونو کې د ملي لوبډلې د انتخاب پر تګلارې هم وخت ناوخت بحثونه راپورته شوي دي.
یو شمېر کرکټ مینهوال باور لري چې د لوبغاړو ټاکنه باید د داخلي سیالیو، فټنس او وروستیو لاسته راوړنو پر بنسټ وشي، څو د ملي لوبډلې سیالۍ لا پیاوړې شي.
تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ د راپورته شویو نیوکو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.



