نړیوال خبرونه

افغانستان ایران سره پوله بېرته پرانیستله

د کرونا ویروس د انتقال د مخنیوي په هدف یې تېره یکشنبه له ایران سره ټول بندرونه وتړل نن سې شنبه یې بېرته خپل بندرونه له دغه هیواد سره د تګ راتګ پر مخ خلاص کړه

کړل. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې د کرونا ویروس د کاري کمېټې د پرېکړې په اسس به له ایران سره د مسافرت لړۍ د نیول شوو طرزالعملونو په اساس مخته ولاړه شي نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان او ایران د پولو دواړو غاړو ته مسافرین تګ راتګ کولا شي. ..

ښاغلي فیصل نن سې شنبه پر خپل ټوېټر لیکلي:”د كرونا وايروس د كاري كمېټې له فیصلې سره سم به د ایران سره د مسافرت لړۍ د روغتیا د نړیوال سازمان د صحي لارښوونو په نظر کي نیولو، د روغتیا وزارت د کنټرولي اقداماتو په تطبیق او د بهرنیو چارو وزرات سره په تفاهم مخته ولاړه سي. اوس د پولي دواړو غاړو کي مسافرین تګ راتګ کولای سي.”

په هرات کې له ایران سر پر پوله اسلام قلعه بندر کې افغان روغتیايي ټېمونو هم تائید کړې چې له نن سې شنبې سهار راپدېخوا سلګونه افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي له ایرانه هرات ته داخل شوي دي.

په هرات کې له کرونا ویروس سره د مبارزې روغتیايي ټېم مشر داکټر نور احمد محمدي امریکا غږ ته وویل چې له ایران څخه افغان کډوال یوازي تر روغتیايي معایناتو وروسته هیواد ته داخلېدای شي.

بلخوا د هرات د روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم تمنا له امریکا غږ سره مرکه کې له ایران څخه افغانستان ته د را ستېدونکو کډوالو په اړه اندېښنه وښودله. هغه وویل چې له ایران څخه د را ستنېدونکو کډوالو د معایناتو لپاره کافي امکانات نه لري.

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون دوشنبه په هرات ولایت کې د کروناویروس د یوې مثبتې پېښې ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې د کرونا اووه نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوي چې نمونې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.

د کرونا ویروس له ویري په هرات کې له تېرې شنبې راپدېخوا بېړنی حالت اعلان شوی دی.

بلخوا د غور والي ناصر خاضع هم نن سې شنبه په دغه لایت کې د کرونا د یوې مشکوکې پېښې ثبتېدو خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کس تر قرنطین وروسته د غور ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بیا له رسنیو سره مرکه کې په غور کې د کرونا د مشکوکې پېښېدو ثبتېدو په اړه راپورونه رد کړل.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې نن سې شنبه ترکمنستان هیواد هم د کرونا ویروس د انتقالېدو له ویري له افغانستان سره خپل پوله د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

امین الله ازاداني د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو رئیس امریکا غږ ته وویل چې د سې شنبې ورځې له سهار نه ترکمنستان له افغانستان سره د هرات په ولایت کې د تور غونډۍ بندر د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلی دی. نوموړي زیاته کړه هڅې روانې دي چې دا بندر بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیزي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button