افغانستان بانک د افغانۍ د کنټرول په موخه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي
افغانستان بانک د افغانیو د کنټرو په موخه ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي، خو بازارونو کې د خوراکي توکو بیه لا هم لوړې دي
د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د سهشنبې «مرغومې ۲۶مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د مرغومې ۲۴مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د حسابونو د تصفیې غوښتنه
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.»
نور ولولئ: طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی
نور ولولئ: نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي
نور ولولئ: د افغانستان بانک: له بانکونو د پیسو اخیستلو کچه مو ۳۰۰۰ ډالره ته لوړه کړه
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.
د ډالر په مقابل کې د افغانۍ رالوېدل او توکو لوړوالی
په افغانستان کې د افغانۍ په مقابل کې د ډالر له رالوېدو سره د خوراکي او نورو توکو په بیو کې کوم تغیر نه لیدل کېږي. خلک شکایت کوي چې طالبان په ښارونو کې د بیو په کنټرول کې پاتې راغلي یا هم قصدا نه غواړي چې بیې دې راولوېږي.
د کابل ښاریان زیاتوي چې په اوړو، غوړیو، بورې او نورو خوراکي توکو کې هېڅ توپیر نه دی راغلی. دوی وايي چې لوړو نرخو او بېروزګارۍ یې ژوند ورتریخ کړی، ځکه نشي کولی چې ددې دوو لاملونو له امله د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دوی له طالبانو غواړي چې د افغانۍ په مقابل کې د ډالر له رالوېدو سره سم د خوراکي او نورو توکو بیې کنټرول کړي.
طالبانو که څه بار، بار له ولس سره ژمنې کړي، خو تر اوسه یې په دې برخه کې د پام وړ اقدام نه لیدل کېږي.
که چېرته د توکو بیې ارزانې نه شي، نو خلکو به په دې بېروګارۍ کې نور هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.