نړیوال خبرونه

نړیوال بانک : افغانستان لا هم د خوراک قلت سره مخ دی

نړۍوال بانک راپور ورکړی دی چې د افغانستان په ګډون اووه هېوادونه د خوړو او پورونو له کړکېچ سره مخ دي.

بحرانونه به ویجاړونکي اغیزې ولري

په دغه راپور کې راغلي دي چې دغه کړکېچونه به په نړیواله کچه ویجاوړنکې اغېزې ولري او یوازینۍ حل لار یې دغو هېوادونو ته د خوراکي توکو واردول دي

نړیوال بانک په نړۍ کې د خوړو خوندیتوب ارزولی دی

نړیوال بانک په خپل دغه راپور کې، په نړۍ کې خوراکي خوندیتوب ارزولی دی. د نړیوال بانک په راپور کې افغانستان، ارېتره، موریتاني، سومالیا، سوډان، تاجیکستان او یمن په ترتیب سره تر ټولو بې وزله هېوادونه بلل شوي چې د خوړو او پورونو له ستونزو سره مخ دي. په دې راپور کې راغلي د وچکالۍ په شان طبیعي پېښو، افغانستان ته زیان رسولی او د اوبیزو او للمي غنمو حاصلات یې کم کړي دي

نور یی ولوله | سیګار: د اشرف غني وتلو پر مهال د پیسو لېږد په اړه مو د ځینو پوښتنو ځواب ترلاسه کړ

نور یی ولوله | د سولګرو په اړه د امیرالمومنین تازه فرمان

د کرنې او اوبولګولو وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي:«له دې اړخه بزګر زیانمن شوي دي او پر کرنیزو حاصلاتو یې اغېزه کړې ده، او وچکالي نه یوازې په افغانستان کې راغلې ده، بلکې په ټوله نړۍ کې راغلې ده. په دغه راپور کې، له خطر سره مخ هېوادونو ته د بیړنیو مرستو زیاتوالی یوه ممکنه حل لار بلل شوې ده. خو د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت، د هېواد د مالي شمتنیو کنګل کېدل د خوراکي ناورین تر ټولو مهم لامل بولي

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«زموږ تګلارې په څو برخو استوارې دي؛ لومړی د افغانستان د بیخ بیاوو پیاوړي کول، دویم د افغانستان د زراعت میکانیزه کول او درېیم د افغانستان د ټرانیزیټ او سوداګرۍ پراخه ول، له دغو څلورو برخو سره کولای شو چې په تدریجي توګه اقتصادي ځان بسیاینې ته نږدې شوو

بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د پانګې ایستلو، د کدرونو تېښتې او د کارخونو د فعالیت درېدو افغانستان له دغو کړکېچونو او ستونزو سره مخ کړی دی. د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود څرګندوي:«په هغه صورت کې چې موږ معقول سیاسي تعاملات وکاروو او وکړای شو، سیمه او نړۍ له ځان سره یوځای کړو او له دغو سیاسي تعاملاتو سره، سترې اقتصادي موکې رامنځته کړو، ډېر ژر به له دغو ستونزو بهر شوو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button