لوبې

افغانستان به راروانې لوبې له ایرلینډ سره ترسره کوي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د نړیوالو یو ورځنیو او نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ پای ته رسېدو وروسته به افغانستان له ایرلینډ سره د نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي

زمبابوې ته په ټولو سیالیو کې ماتې ورکړه

افغانستان په زمبابوې کې له زمبابوې سره ۳ نړیوالې یو ورځنۍ او ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې، چې په ټولو لوبو کې یې زمبابوې ته ماتې ورکړه.

د کریک انفو له مخې، د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ به د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ د اګست په میاشت کې ترسره شي، چې دا سیالۍ به په بیلفاسټ کې ترسره کېږي.

نور یی ولوله| د بادغیس دیني عالمان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

نور یی ولوله | هرات کې د سوداګرو مېرمنو له خوا د دایمي بازار جوړېدل

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۹م اګست، دویمه لوبه په ۱۱م اګست، دریمه لوبه په ۱۲م اګست، څلورمه لوبه په ۱۵م اګست او پنځمه لوبه به د اګست په ۱۷مه نېټه ترسره شي.

 

افغان لوبډلې هم پر کرکټ بورډ نیوکې کوي

د یادولو وړ ده، چې د افغان لوبډلې ډېری مینه وال په کرکټ بورډ له دې امله هم نیوکې کوي، چې ولې یوازې له ایرلینډ او زمبابوې سره لوبې برابروي او له نورو لویو لوبډلو سره د لوبو په برابرولو نه توانېږي، خو له دغه لوبو شاوخوا دوه میاشتې وروسته نړیوال شل اوریز جام هم پیلېږي، چې افغانستان به پکې له سترو لوبډلو سره مخ شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button