کورني خبرونه

افغانستان ته د بشري مرستو پر کموالي د ملګرو ملتونو اندېښنه

افغانستان ته د بشري مرستو پر کموالي ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولي او ویلي یې دي چې دغه چارې بشري ستونزې لا زیاتې کړي دي.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی وايي، ملګري ملتونه هم له افغان ولس سره د بشري مرستو کمښت ته اندېښمن دي.

د هغه په وینا، په ځینو هېوادونو کې جګړو، اقتصادي ستونزو او ګڼ بشري کړکیچونو پر دغو مرستو منفي اغېز کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مرستیال او د بشري چارو همغږی کوونکی، اندریکا راتواته په دې اړه وايي:(  موږ په جدي ډول د مرستو کمښت په اړه اندېښمن یوو، له دې ډلې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د مرستو بندېدو او بیا کتنې او د غړو هېوادونو له لوري په نړیواله کچه د مالي شرایطو، بشري کړکیچونو او جګړو له امله یې په پراخ ډول خپلې مرستې راکمې کړې دي. دغه چاره د افغانستان پر خلکو جدي اغېز لري.)

د ښاغلي راتواته په خبره د ملګرو ملتونو سازمان د خصوصي سکتور ملاتړ سره په افغانستان کې په بنسټیز ډول د اقتصادي ستونزو حل هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي زیاتوي چې له کورنیو بېځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شویو کډوالو، د هرات زلزله ځپلو، روږدو درملنې، د کوکنارو بدیلو کښتونو او د افغانستان اسلامي بانکوالۍ څخه ملاتړ کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button