ټکنالوجيکورني خبرونه

افغانستان ته د وارداتي برښنا پورونه ادا شوي، خو کابل تیاره دی

داسې راپورونه ورکړل شوي چې ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده

شاوخوا له دوو ورځو راهیسې د کابل او ځینو ولایاتو اوسېدونکي د برښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت کوي، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت بیا وايي چې په ځینو سیمو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوي دي.

کره سرچینې وايي چې تخنیکي ستونزې نشته، بلکې ازبکستان، افغانستان ته وارداتي برښنا قطع کړې، نو ځکه کابل تیاره او برښنا یې زیاته پرچاوي لري.

electricity2

د افغانستان په برښنا ریاست کې سرچینې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې دننه څو سرچېنو رسنیو ته ویلي، چې ازبکستان پر افغانستان وارداتي برېښنا په مکمل ډول پرې کړې ده.

تېره ورځ طالبانو وویل؛ له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې.

نور ولولئ:  افغانستان د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري

نور ولولئ: ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

نور ولولئ: کابل کې د برښنا دوامداره پرچاوي؛ طالبانو له تاجکستان سره د لېږد تړون تمدید کړ

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو زیاته کړه، که څه هم طالبانو د برېښنا د پرچاوي خبره کړې ده؛ خو سرچینې تاییدوي، چې د برېښنا د نه شتون له امله په ولایتونو په مکمل ټول برېښنا قطع شوې ده.

د برښنا د پورونو ورکول او د برښنا پرچاوي

دغه برښنا په داسې حال کې پرې شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برښنا شرکت ترې خبر هم نه دی. دوی وايي چې د برښنا له پرې کېدو علت هېڅ روښانه نه دی.

ازبکستان برېښنا په داسې حال کې قطع کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وویل، چې دغه هېواد ته یې د برېښنا ټول قرضونه ادا کړي دي.

electricity1
د تیاره کابل انځور

د افغانستان برېښنا ریاست له خوا په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د سلواغې په ۳۰مه ازبکستان پر افغانستان ۵۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې ده.

دوی زیاتوي؛ د پلازمینې کابل سربېره د خلم او خنجان سب سټېشنونو ترڅنګ د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې برېښنا پرچاوۍ ډېرې شوي دي.

اخوا بیا د صنعتي فابریکو خاوندانو د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې طالبانو صنعي فابریکو ته د برښنا په  توضېع کې فساد کوي. دوی وايي چې طالبان د بډو په مقابل کې ځینو صنعتي فابریکو ته له ټاکلي اندازې زیاتې برښنا ورکوي، خو طالبانو بیا د دغه تورونو په مقابل کې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button