افغانستاناقتصاد او سوداګري

افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۷ هېوادونو سره ونښلول شو

اړوند خبر: 

د افغانستان لومړۍ صادراتي محموله د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته ولېږدول شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې ده، چې دغه هېواد اوسمهال په مستقیم او غیر مستقیم ډول د سیمې له اوو مهمو هېوادونو سره نښلوي. دا پرمختګ د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.

په مستقیمو اړیکو کې، افغانستان د حیرتان بندر له لارې له ازبکستان سره، د اقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې له ترکمنستان سره او د خواف-هرات پټلۍ له لارې له ایران سره وصل دی. د حیرتان-مزارشریف کرښه د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره یوه حیاتي دروازه ده. همدارنګه، د اقینې او تورغونډۍ لارې له ترکمنستان سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې کوي او د خواف-هرات پروژه، چې کارونه یې په چټکۍ روان دي، افغانستان د ایران له لارې نړیوالو اوبو ته نږدې کوي.

سربېره پر دې، افغانستان په غیر مستقیم ډول له چین، قزاقستان، روسیې او ترکیې سره هم د ریل له لارې نښلول شوی دی. د ازبکستان او ترکمنستان له شبکو څخه په ګټې اخیستنې، افغان سوداګر کولی شي خپل مالونه چین، قزاقستان او روسیې ته ورسوي. د ایران د ریل پټلۍ له لارې بیا ترکیې او اروپا ته د صادراتو او وارداتو زمینه برابره شوې ده، چې دا د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک پرمختګ ګڼل کېږي.

د دغو پټلیو له لارې هره ورځ تر لس زره مټریک ټنه او په میاشت کې تر درې سوه زره مټریک ټنه ډېر توکي واردیږي او صادریږي. د اسلامي امارت اقتصادي رهبري د اوسپنې پټلۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې په دې برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پام راجلب کړي، ترڅو افغانستان د سیمې په یو مهم ترانزیټي مرکز بدل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button