افغانستان د هوايي دهلیز له لارې د ۱۲۸ میلیون ډالرو صادرات کړي

اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په روان کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریز تعاملات ترسره شوي دي.
اخندزاده عبدالسلام جواد د دې وزارت ویاند، ویلي چې په روان کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو سوداګري شوې ده چې له دې جملې ۱۲۸ میلیونه ډالر صادرات او ۱۶۷ میلیونه ډالر واردات دي.
د یاد وزارت په وینا د افغانستان د صادراتو مهم توکي په دې موده کې وچې مېوې، زعفران، عناب، جلغوزه، نوې جامې او لاسي صنایع دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړې چې د افغانستان صادرات د کابل، کندهار او بلخ له هوايي ډګرونو څخه ترسره شوي دي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان صادرات په دې موده کې ډېری هېوادونو ته ترسره شوي دي، لکه اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربي امارات، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، جنوبي افریقا، جرمني، چین، هند او نور هېوادونه، چې ټول ارزښت یې ۲۹۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله د هوايي دهلیزونو له لارې صادرات د پخواني حکومت د وخت په پرتله کم شوي دي.