افغانستان د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري
افغانستان هغه هېواد دی چې سولر انرژۍ د تولید په برخه کې په لویه کچه ظرفیت لري، خو که ګټه ترې واخیستل شي
افغانستان د سولر انرژۍ برخه کې د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پوتنسیل لري. لامل یې د افغانستان پراخ مناسب ځایونه او تر ۳۰۰ ډېرې لمرینې ورځې دي. د یادولو وړ ده چې افغانستان د اوبو څخه د تولیدونکې برېښنا پوتنسیل د سولر انرژۍ تر موندلو مخکې تخمین شوی و.
د انرژۍ دغه لوی او اسانه بدیل، او همدارنګه د چاپېریالي اندېښنو پام کې نیولو سره ویلی شو چې هېڅ وخت به د اوبو څخه تولیدونکې ۲۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا ټول بندونه جوړ نشي، خو داسې هم نشي کېدای چې د اړټیا وړ ټوله انرژي له سولر څخه تولید شي، ځکه د اوبو او د نورو سرچینو برېښنا د ښه تنظیم لپاره اړینه ده. په دې معنی چې یو څو لوی د برېښنا د تولید بندونه باید جوړ شي، د نورو هغو پخواني براوردنه اوس له وخت تېر دي.
له دې سره سره افغانستان د سولر انرژۍ سرچینه، نه ده
د سولر انرژۍ دا پوتنسیل په دې معنی نه دی چې افغانستان د انرژۍ سرچینه شو، ځکه د افغانستان ګاونډیان هم د ورته اقلیم او لا پراخو دښتو له کبله تر افغانستان د سولر انرژۍ لوړ پوتنسیل لري. ایران د افغانستان دوه برابره سولر انرژۍ تولیدولی شي، د ترکمنستان او ازبکستان دښتې ورته مناسب ځایونه دي چې همدا اوس په کې د غټو پروژو کارونه روان دي او هڅه کوي تولید شوې برېښنا یې شبکې ته وصل او بیا په افغانستان وپلوري.
نور ولولئ: د باد انرژي راتلونکی به څه ډول وي؟
نور ولولئ: پر دې پوهېدی چې لمر هم هستوي انرژي تولیدوي
اوس پوښتنه دا مطرح کېږي چې د برېښنا د تولید د دومره سرچینو په شتون به څوک ډېره برېښنا تولید او صادره کړي؟ طبعا هغه هېوادونه چې اقتصاد یې ښه وي کولای شي ډېره برېښنا تولید او هغه هېواد ته صادره کړي چې اړتیا ورته لري. معنی دا چې د افغانستان ګاونډیان به تر افغانستان دمخه سولر انرژۍ تولید او بیا افغانستان ته صادره کړي.
افغانستان د انرژۍ د ترانزیټ لاره ده
افغانستان د انرژۍ د صادرولو پر ځای د انرژۍ د ترانزیت امکان لري. هغه دا چې په قرغیزستان، ازبکستان او ترکمنستان کې د اوبو او ګازو څخه تولید شوې برېښنا پاکستان ته ولېږدوي. دا هم تر هغې دمخه چې پاکستان د برېښنا د تولید لوېې پروژې په خپل ملک کې تطبیق کړي. که یې دا کار وکړ، بیا اصلا د منځنۍ اسیا برېښنا ته هم اړټیا نلري.
اوس اندېښنه دا ده چې که افغانستان د انرژۍ له دغو سرچینو کار وانخلي، ممکن د ذغالو په څېر یې تاریخ تېر او ارزښت له لاسه ورکړي. د نفتو پروسس فابریکې جوړول هم ممکن تر راتلونکو دوه لسیزو ډېر کار ورنکړی. ځکه نړۍ د اقلیمي بدلون له کبله د نفتو کارونې پر ځای پاکې انرژۍ ته مخ کړې او د ذغالو او نفتو په انرژۍ ورځ تر بلې محدودیتونه وضع کېږي.